افغانستان

ایران او پاکستان په یوه ورځ کې څه باندې ١٠٠ کډوالې کورنۍ اېستلي

عکس له آرشیف

په یوه ورځ کې څه باندې سل افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې باختر اژانس راپور ورکړی چې پرون( شنبه، زمري٢٧مه) ١٠٧ افغان کډوالې کورنۍ «په جبري او په خپله خوښه» له ایران او پاکستان څخه ويستل شوي دي.

د دغه راپور پر بنسټ، دغه کډوال د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هېواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې دغه اژانس وايي، چې ۳۲ کورنۍ د تورخم او ۴۶ د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

په همدې حال کې د راپور له مخې، ۱۶ کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابرېشم او ۱۳ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې افغانستان ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې افغان کډوال د توقیف او شړلو په ګډون له جدي ننګونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، پاکستان د تېر کال په اکټوبر میاشت کې له خپلې خاورې د بې اسنادو بهرنیو اتباعو د شړلو له پلان وروسته تر ۶۰۰ زرو ډېر افغان کډوال اېستلي دي.

تر دې مخکې، په ایران کې افغان کډوالو هم د ایران د حکومت او خلکو له خوا له کډوالو سره د ناوړه چلند په اړه اندېښنه ښودلې وه.