افغانستان

طالبانو د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز وکړ

د طالبانو بیرغ، انځور له رویټرز

طالبانو وړاندیز کړی که پاکستان وغواړي د تحریک طالبان پاکستان او حکومت ترمنځ به منځګړیتوب وکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټي ټي پي د پاکستان داخلي مسله وبلله. خو ویلي يې دي چې که اسلام اباد وغواړي منځګړیتوب ته چمتو دي.

مجاهد اينډيپينډڼت اردو ته ويلي، «مونږ له ګاونډي هېواد پاکستان سره چې ګډه ژبه، مذهب او پراخې کلتوري اړیکې لرو،د اړېکو لېواله يو»

پاکستاني چارواکو په وار وار افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ تورن کړي او ویلي یې دي چې د دغې ډلې مشري او همدارنګه د ګل بهادر ډله د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ده.

خو د طالبانو ویاند ویلي چې دوی ژمن دي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان او نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

هغه د پاکستاني طالبانو د فعالیتونو په اړه د اندېښنو په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «افغانستان به هیچا ته اجازه ورنکړي چې خاوره يې په جګړه کې ښکېله شي. پاکستان دې خپلې اندېښنې له موږ سره شریکې کړي؛ خو د رسنیو له لارې تورونه یوازې بې باوري پیاوړې کوي.»

ذبیح الله مجاهد په دغه مرکه کې د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره پخوانۍ هڅې او همداراز د خبرو اترو د اسانتیاوو چمتو کولو لپاره د طالبانو لېوالتیا تایید کړه.

ښاغلي مجاهد د تورخم په پوله وروستیو سرحدي نښتو ته هم اشاره وکړه او د خبرو او سیاسي حل غوښتنه یې وکړه.

هغه زياته کړه، د پولو تړل کېدل منفي اقتصادي اغېزې لري او د دواړو غاړو سوداګر او سوداګري زيانمنوي.

د طالبانو ویاند وویل، «موږ هڅه کړې چې د سوداګرۍ او سرحدي مسایل له سیاست څخه لرې وساتو او موږ هیله لرو چې پاکستان به هم همداسې وکړي.»

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته په پاکستان کې دننه د ترهګرو بریدونو شمېر زیات شوی دی.

ټي ټي پي تر اوسه د ډېرو بريدونو پړه پر غاړه اخيستې ده.  پاکستاني چارواکي وايي دغه ډله د افغان طالبانو له خوا ملاتړ کېږي او د افغانستان له خاورې د دغه هېواد پر ضد خپل بریدونه تنظیموي.