د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې دغه ادارې د شنبه او یکشنبه (د زمري۲۷ -٢٨مه) د سختو بارانونو د ورښت او سېلابونو د راوتلو وړاندوینه کړې ده.
د طالبانو تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، بدخشان، نورستان، کونړ، پنجشیر، ننګرهار، لغمان، کابل، لوګر، میدان وردګ، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، زابل او کندهار ولایتونه به د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان وي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي، چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په شمال، لوېديځو، سوېل، ختيځو او مرکزي ولايتونو کې د تېزو بادونو د ورېدو امکان هم شته.
د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د باد د لګېدو سرعت په ساعت کې د ۵۰ او ۸۰ کیلومترو او د اورښت اندازه د ۱۵ او ۴۰ ملي مترو تر منځ اټکل شوې ده.