ذبیح الله مجاهد آمو ته ویلي، که د پاکستان حکومت او ټي ټي پي وغواړي د دوى ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دي.
هغه آمو ته په یوه ځانګړي پیغام کې ټینګار وکړ چې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي غوښتنه مهمه ده او که دوى ونه غواړي طالبان به«د پاکستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.»
هغه زیاته کړه چې نږدې یو کال او شپږ میاشتې وړاندې د پاکستان د حکومت په غوښتنه طالبانو د دواړو پاکستاني لوریو ترمنځ د ناستې زمینه برابره کړې وه او مجاهد په وينا چې دې خبرو «پرمختګ» هم کړی و.
ښاغلي مجاهد آمو ته وویل چې د پاکستان حکومت په وروستیو میاشتو کې له طالبانو نه د منځګړتوب غوښتنه نه ده کړې.