افغانستان

د ازبکستان لومړی وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغى

د ازبکستان لومړی وزیر عبدالله عارفوف د یوه پلاوي په مشرۍ نن( شنبه، زمري ٢٧)کابل ته راغی.

د هغه الوتکه نن سهار (شنبه، د زمري ۲۷مه) د کابل په هوايي ډګر کې ښکته شوه.

طالبانو افغانستان ته د هغ د سفر موخه له ازبکستان سره په دوه اړخېزه سوداګریزه غونډه کې ګډون ياد کړى دى.

د طالبانو د رٸي الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي او د دوی د صنعت او سوداګرۍ وزیر د کابل په هوايي ډګر کې د ازبکستان لومړي وزیر هرکلي وکړ.

د طالبانو تر واک لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ټاکل شوې ښاغلی عارفوف په افغانستان کې د ازبکستاني تولیداتو د یوه نندارتون په پرانستلو کې هم ګډون وکړي.