نړۍ

اوکراین وايي، د روسیې ۸۲ ښارګوټي یې نیولي

اوکرایني چارواکي وايي، د دغه هېواد پوځ د روسیې د کرسک په سیمه کې په ۱زرو۱۵۰ کیلومتره مربع سیمه کې ۸۲ ښارګوټي د تعرضي بریدونو په ترڅ کې نیولي دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، د اوکراین د پوځ لوی درستیز الکساندر سيرسکي د دغه هېواد ولسمشر ته په یوه راپور کې ویلي چې د جګړې کرښه اوس د اوکراین له پولې په ۱۱،۵ کیلومترۍ کې د مالیا لوکنیا په سیمه کې موقعيت لري.

د یادولو وړ ده چې د روسیې پر خاوره د اوکراین د برید ۱۱ ورځې تېرې شوې دي. هغه بریدونه چې روسي رسنیو تر دې وړاندې هم لیکلي دي چې په کې د امریکا او ناټو ځواکونه لاس لري.

له ولادیمیر زیلینسکي سره په یوه ویډیويي تماس کې ښاغلي سيرسکي زیاته کړې، چې هغه هیله من دی چې د مالیا او لوکنیا په سیمو کې جګړې به د اوکراین پوځ ته اجازه ورکړي څو د دغه هېواد بندیان خوشې کړي.

له دې خبرو وروسته، د اوکراین ولسمشر پر اېکس لیکلي: «په کرسک سیمه کې عملیات؛ موږ خپلو دریځونو ددپیاوړي کولو او د اوکراین لپاره د «تبادلې صندوق» ډکولو په حال کې يو.»

په همدې حال کې د دغه اژانس د راپور پر بنسټ، د اوکراین چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد پوځ لږ تر لږه سل تنه روسی پوځیان نیولی دی او دغو چارواکو هیله څرګنده کړه چې دا کار به د هغو اوکرایني پوځیانو د تبادلې بهیر چټک کړی چې د روسیې په بند کې دی.

دا په داسې حال کې ده، چې روسیې دا برید یو «لوی پارونکی» بللی او ژمنه یې کړې چې «مناسب ځواب» به ورکړي.

د یادولو وړ ده چې د روسیې د دفاع وزارت پرون (جمعه د زمري ۲۶مه) اعلان وکړ چې د هېواد ځواکونو د ګوردیوکا، روسکوٸه او پورچنو کلیو په ګډون په یو شمیر سیمو کې د اوکراین بریدونه په شا تمبولي دي.