د آمو د یوې ترسره شوې څېړنې له مخې، په کابل کې د طالبانو تر واک لاندې په یو شمېر جوماتونو کې د جمعې د لمانځه په خطبو کې له منبرونو د ښځو د حقونو پر ضد غږونه ډېر شوي وو.
د سروې له مخې، د جوماتونو یو شمیر امامانو ویلي چې «ښځې باید له قيد او شرط پرته د نارینه وو ټولې غوښتنې ومني.»
دا په داسې حال کې ده، چې د کابل د کويټي جومات امام وايي، د جمعې په لمانځه کې د ټولو جوماتونو د امامانو د بحث او تبليغ موضوع د طالبانو تر کنټرول لاندې د حج او اوقافو وزارت لخوا ټاکل کېږي.
په همدې حال کې یو شمېر افغانان وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د جوماتونو منبرونه د عامه افکارو د تنظیمولو وسیله ګرځېدلې ده.
د آمو د څېړنو له مخې په کابل کې د دوو جوماتونو امامان د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلکو ته له شريعت نه خپلځاني تفسیر تبليغوي.
د کابل په خیرخانه کې د خالد بن ولید جومات خطیب میرویس تېره ورځ د جمعې له لمانځه مخکې په خطبه کې وویل: «ښځې د نارینه وو پر وړاندې څوارلس مسٶولیتونه لري او ښځې مکلفې دي چې د نارینه وو ټولې غوښتنې له شرط پرته ومني.»
د جومات دغه امام په دې څرګندونو بسنه نه ده کړې. که څه هم د طالبانو له خوا د ښځو حقونه ورځ تر بلې محدودیږي. خو دغه امام زیاتوي چې طالبان د «افغانستان د خلکو»د تمې خلاف ښځې سياحت ته وړي.
په همدې حال کې، په کابل کې د کویټي د جومات امام، چې دا مني چې د پاکستان په دیني مدرسو کې یې زده کړې کړې دي، وویل: «نننۍ موضوع د خدای د اولیاوو په اړه ده؛ دا هغه څه دي چې د حج او اوقافو وزارت د هېواد د ټولو جوماتونو لپاره ټاکلي دي.»
هغه زياتوي «ما په یوه پاکستانۍ مدرسه کې زده کړې وکړې. په پاکستان کې ټول خلک قرآن لولي، خو په افغانستان کې داسې نه ده.»
خو یو شمېر خلک وايي چې د طالبانو په واکمنۍ کې په افغانستان کې جوماتونه د عامه افکارو د تنظیمولو په وسیله بدل شوي دي.
د کابل یوه اوسیدونکي وویل: «هغه ملایان چې په پاکستان کې یې زده کړې کړي اوزده کړو، تحصيل اهميت او د نجونو لپاره د ښوونځیو پرانستلو پرځاى د هېواد په جوماتونو کې د ښځو او بشري آزادۍ خلاف تبلیغات کوي. جوماتونه په حقیقت کې د ښځو د حقونو پر ضد د تبلیغاتو ځای ګرځېدلی دی.»
په همدې حال کې د کابل يو بل اوسېدونکی وايي: «ملايان تل په جوماتونو کې د ښځو پر ضد تبليغات کوي. دا ملایان ښځې د نارینه وو غلامانې بولي.»
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په تېرو درېيو کلونو کې د ښځو پر حقونو تر ټولو سخت بندیزونه لګولي دي. له پوښاک څخه نیولې تر ښوونځیو، پوهنتونونو، سپورټي کلبونو او آن تفریح ځايونو ته يې له تګ منع کړې دي.
د ځینو خلکو په باوذ، طالبان هڅه کوي چې په دا ډول تبلیغاتو سره د ښځو په وړاندې د نارینه وو چلند بدل کړي. چې د دغو اتباعو په وینا، ویجاړونکی او نه جبرانېدونکې دي.