په غزه کې د اوربند خبرې پرون (جمعه، د زمري ۲۶مه) د ښکېلو غاړو ترمنځ په دوحه کې وځنډول شوې.
رویټرز راپور ورکړی چې مذاکره کوونکي به راتلونکې اونۍ بیا خبرې وکړي ترڅو یوې هوکړې ته ورسیږي چې د اسراییلو او حماس ترمنځ جګړه پای ته ورسوي او یرغمل شوي کسان خوشې کړي.
د راپور پر بنسټ، امریکا، قطر او مصر په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلی چې واشنګټن یو نوی وړاندیز وړاندې کړی چې د تېرې اونۍ د هوکړې پر ټکو جوړ شوی او تشې به کمې کړی؛ څو چې د هوکړه په ګړندۍ توګه د پلي کېدو وړ وګرځي.
په دغه ګډه خبرپاڼه کې راغلي: «اوس هغه لاره ټاکل شوې چې د خلکو ژوند وژغوري، د غزې خلکو ته سوله راولي او سیمه يیز تاوتریخوالی کم کړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د پنجشنبې په ورځ اسراییلو او منځګړو هېوادونو د غزې د جګړې د پای ته رسولو لپاره چې لسګونه زره فلسطینیان پکې وژل شوي دي، خبرې اترې پیل کړې. حماس ډلې استازی په مستقیمه توګه حاضر نه وو؛ خو د دغه راپور له مخې دغه ډله د خبرو اترو په حال کې وه.
د حماس یوه جګپوړي چارواکي عزت الرشق رویټرز ته ویلي چې اسراییلو هغه څه نه دي منلي چې په تېرو خبرو اترو کې پرې هوکړه شوې وه.