په تخار، بلخ، پنجشیر او کابل ولایتونو کې د اعتراضي راټولېدنو وروسته د ارغواني شنبو غورځنګ په يوه پرېکړه ليک کې پر افغانستان د طالبانو حاکميت د افغانستان د خلکو لپاره بې د شمېره کړاوونو او تراژیديو پيل بللى دى.
دغه غورځنګ ویلي: «طالبانو د بشریت ضد جنایتونه او د ښځو پر وړاندې جنسيتي تبعيض، جنګي جنایتونه، د اتباعو له اساسي حقونو څخه په پراخه کچه سرغړونې، د بې ګناه خلکو وژل، د ځمکو غصب ، په درو وهل ټکول، د ځايي خلکو جبرې بې کور کول او په تېرو درېيو کلونو کې د خپل حاکميت د ستمګر د واحدونو د ستنو د پياوړتيا په موخه د وېرې او ترهې خپرولو سره هېواد جدي شاتګ ته بيولى، چې بيا جوړول به او د دغو چارو د جبرانولو لپاره کالونه هڅې او زحمت ته اړتيا ده.»
د ښځو د غورځنګ په پرېکړه ليک کې راغلي، چې د افغانستان «د يوې شرموونکي جوړجاړي» په پايله کې طالبانو ته سپارل شوى دى.
د دغه پرېکړه ليک په يوه برخه کې راغلي: «د ښځو پر وړاندې دښمني، د دوى پر وړاندې د تاوتریخوالي عادي کول، په افغانستان کې د ښځو او نجونو محرومیت او ځورونه د فرهنګي اطاعت او اسلام تر سرلیک لاندې د طالبانو لخوا پر خلکو په ځانګړې توګه د دوى په زندانونو کې د اعتراض کوونکو ښځو د صداقت، عدالت او ازادي د غږ د غلي کولو لپاره د طالبانو هڅې د درې کلن جنایتکار رژیم او د طالبانو درې کلنۍ جګړې د تریخ او شرمناک حقیقت بله برخه ده.»
د ارغواني شنبو غورځنګ په پرېکړه ليک کې همداراز ويل شوي، چې طالبان د افغانستان د نړیوالې انزوا چې له مخې یې فقر، بېکارۍ، بې روزګارۍ ، د ماشومانو په ګډون د افغانستان د وګړو په تېره بیا ځوانان د کډوالۍ سبب سوې، پروا نه لري. او دوى د «نړیوالو بشري مرستو په غلا کولو، د ملي کانونو او عوايد لوټلو، اوپه تېرو کالونو کې د ميليونونو بې وزله او فقيرانو په ځانګړې توګه د ماشومانو له پامه غورځولو د طالباني افکارو د ودې، د طالبانو جهادې مدرسو جوړولو او د ترهګرو ډلو د مالي تمويل په لټه کې وو»
دغه غورځنګ ادعا کوي، چې په افغانستان کې د امنیت د تامینولو او داعش ته د ماتې ورکولو ټينګار ته په پام سره او له بل پلوه په هېواد کې د شيعه او هزاره وګړو« د هدفي وژنو د څرخ» ته په پام دا باور قوي کوي، چې په تېرو درېیو کلونو کې دا هدفي بريدونه خپلې د همدې طالبانو لخوا په ځانګړې توګه د حقاني شبنې لخوا طرحه او تطبيق کېږي.
دغه غورځنګ همداراز وايي: «طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د نامشروع، يو قومي او جنسیتي حکومت په جوړولو سره دا ثابته کړه چې د ښځو او نورو قومونو په قدرت او سیاسي مشارکت او د افغانستان له خلکو څخه د مشروعيت اخيستلو باندې هېڅ باور نه لري. او په کراتو يې ټاکنې غربي کلتور بللى او ويلي يې دي چې د دوى له ځانه اعلان شوى حکومت يې ټولګډون دى.»
د ارغواني شنبو غورځنګ طالبانو ته د دوى د واک ته رسېدو د درېيمې کليزې په مناسبت وايي، طالبانو له ځانه اعلان شوې واکمنۍ انحصار د پښتنو په ځانګړې توګه د ملا او طالب په لاس کې دى او د دوى په کابینه کې د ګوتو په شمېر د تاجکو او ازبکانو شتون یوازې عامو خلکو تېر اېستلو لپاره دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط درې کلنې کلیزې پراخ غبرګونونه راپارولي دي، یو شمېر سیاسي څېرو، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د اګست ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې «یوه توره ورځ» بللې ده.
طالبانو د اګست ۱۵مه او د جمهوریت د سقوط ورځ د «فتحې ورځ» وبلله او پرون یې ولمانځله.
خو د هېواد اوسېدونکي دغه ورځ د هېواد په تاريخ کې يوه توره ورځ ګڼي او ټينګار کوي چې دغه ورځ د هېواد له سياست او ټولنې څخه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د لرې کولو پيلامه ده.