افغانستان

طالبانو په بلخ کې یو تن په عام محضر کې  په درو وواهه

عکس له آرشیف.

طالبانو په بلخ ولایت کې یو سړی د «د ګولیو او شرابو د پلورلو» په تور په عام محضر کې په درو وواهه.

د طالبانو سترې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه سړی د مزارشریف په ورزشي لوبغالي کې “۳۹ درې” وهل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ډلو له نیوکو سره سره، طالبانو د فزیکي مجازاتو کارولو ته دوام ورکړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان د اګست په ۱۵مه، د جمهوریت د سقوط او د طالبانو د بېرته راګرځېدو د درېیمې کلیزې په مناسبت په یوه نوي راپور کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو پر بنسټ، له مجازاتو په «بشپړ معافیت» سره جنايتونه کوي.

دغه سازمان د نړۍ لپاره دا د شرم وړ خبره بللې چې په تېرو درېیو کلونو کې نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو په افغانستان کې د «بشري ناورین» د مخنیوي لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د آمو ټلویزیون موندنې ښيي چې طالبانو د دې قضيې په ګډون د خپلې درې کلنې واکمنۍ په اوږدو کې په ټول هېواد کې د سلو ښځو په ګډون تر ۶۰۰ ډېر کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.