افغانستان

یونسکو خبرداری: پر زده کړو د بندیز دوام به په افغانستان کې ۴ میلیونه نورې نجونې هم اغېزمنې کړي

File-Photo

د ملګرو ملتونو تعلیمي، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) خبرداری ورکړی، چې که د طالبانو لخوا د نجونو پر زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام وکړي، په افغانستان کې به تر څلور میلیونو ډېرې نجونې له زده کړو بې برخې شي.

یونسکو وايي، د نجونو او ښځو تعلیم د ټولنې په پرمختګ کې بنسټیز رول لوبوي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې ښوونځي ته له تلو منعې کړې او د ښځو او نجونو پر وړاندې یې پوهنتونونه هم تړلي دي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان د اګست په ۱۵مه، د جمهوریت د سقوط د دریمې کلیزې په مناسبت په یوه نوي راپور کې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو له مجازاتو په «بشپړ معافیت» سره جرمونه کوي.

په همدې حال کې د افغان ډیپلوماټانو د انسجام ټولنې خبرداری ورکړی چې که اوسنی وضعیت همداسې دوام وکړي، افغانستان به له یوه نه جبرانیدونکي بحران سره مخ شي.

طالبان ادعا کوي چې واک ته په راتګ سره یې په هېواد کې اسلامي قانون او شریعت نافذ کړی دی.

خو د هېواد يو شمېر اوسېدونکي د طالبانو د واکمني ( ١٥مه نېټه) د افغانستان په تاريخ کې يوه توره ورځ ګڼي او له ټولنيزو او سياسي صحنې څخه د هېوادوالو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو د محروميت او  پيلامه بولي.