افغانستان

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان په افغانستان کې له بشپړ معافیت سره «جرمونه» کوي

د بخښنې نړیوال سازمان د اګست د ۱۵مې په مناسبت په یوه راپور کې، چې د جمهوریت د ړنګېدو او واک ته د طالبانو د بېرته راستنېدو د درېیمې کلیزې سره برابره ده، ويلي، طالبان په افغانستان کې د نړیوالو قوانینو له مخې له مجازاتو «بشپړ معافیت» سره جرمونه کوي.

دغه سازمان وايي، افغان ټولنه له درېیو کلونو راهیسې له «نا حل شوې نا امیدۍ» سره لاس او ګرېوان ده.

دغه راپور، چې د افغانستان په ۲۱ ولایتونو او نورو هېوادونو کې د بشري حقونو له ۱۵۰ فعالانو، ښځینه لاریون کوونکو، علماوو، ځوانانو، د مدني ټولنې له استازو او خبریالانو سره په مشوره چمتو شوی، وايي: «په افغانستان کې بشري حقونو د تراژيدۍ د مخنیوي لپاره کوم کوټلي اقدام نه دی اخيستل شوی. او دا د نړۍ لپاره د شرم وړ خبره ده.»

د راپور له مخې، د جنوبي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د سیمه ییز کمپاین مدیرې سمیرا حمیدي ویلي: «نړۍ نه یوازې طالبان د جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو مسٶول نه ګڼي؛ بلکې د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره د ستراتیژیک لارښود په چمتو کولو کې پاتې راغلې ده»

د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې یو شمېر ښځو د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته دوی د«بې کسۍ» احساس کوي او زیاته کړې یې ده چې دوی په ټولنه کې د کار او اقتصادي او کلتوري ګډون لپاره محدود فرصتونه لري.

دغه سازمان وايي، طالبانو د جنسیت پر بنسټ د ځورونې تورونه رد کړي او ادعا کوي چې د افغان شریعت او کلتور پیروي کوي او خپل کړنې له اسلامي اصولو سره سم ګڼي.

د بښنې نړیوال سازمان زیاته کړې، طالبانو له عادلانه محاکمې او قانوني چلند څخه پرته په افغانستان کې په عام محضر کې په درو وهل، په عام محضر کې اعدام، د لاسونو او پښو پرې کول، سنګسار او د «بد چلند» په داسې نورو ډولونو له نړیوال قانون څخه سرغړونې کوي.

راپور وايي، «افغانستان اوس د کمېدو په حال کې مدني ټولنه لري چې پکې د اعتراض کوونکو ښځو، د مدني ټولنې سازمانونو، ژورنالیستانو او سیاسي فعالانو په ګډون د بشري حقونو مدافعینو ته د طالبانو د دښمنانو په سترګه کتل کېږي.»

دغه سازمان وايي، هغه کسان چې د طالبانو د تګلارو پر ضد اعتراضونه کوي، د طالبانو له لوري د زورواکو له نیولو، خپلسري توقیفونو، زندانونو، شکنجو او نورو ناوړه چلندونو سره مخ دي. ډیری د غچ اخیستنې له ویرې هیواد پریښودو ته اړ شوي، کورنۍ او دندې يې پرېښي. په سلګونو یې په ایران، پاکستان او ترکیې کې بند پاتې دي، چې له قانوني او مالي ننګونو سره او آن د جبري اېستلو سره مخ دي.

د راپور له مخې د افغانستان د بشري حقونو د غورځنګونو غړو دغه سازمان ته ویلي چې دوی نه یوازې د طالبانو بلکې د نړیوالې ټولنې له خوا هم له محرومیت سره مخ دي. دوی ویلي دي چې دوی مهم بحثونو ته نه دي بلل شوي. ځکه چې «ډیر خطرناک» ګڼل کیږي.

دا په  داسې حال کې ده، چې د طالبانو په لاس د افغانستان د سقوط درې کلنې کلیزې پراخ غبرګونونه راپارولي دي، یو شمېر سیاسي څېرو، د بشري حقونو فعالانو او د ښځو د حقونو مدافعینو د اګست ۱۵مه د افغانستان په تاریخ کې «یوه توره ورځ» بللې ده.

طالبانو د اګست ۱۵مه او د جمهوریت د سقوط ورځ د «فتحې ورځ» وبلله او پرون یې ولمانځله.

خو د هېواد اوسېدونکي دغه ورځ د هېواد په تاريخ کې يوه توره ورځ ګڼي او ټينګار کوي چې دغه ورځ د هېواد له سياست او ټولنې څخه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د لرې کولو پيلامه ده.