افغانستان

د افغانستان د دیپلوماتانو د انسجام ټولنه: د طالبانو «نامشروع  حاکميت» هېواد له ژورو ستونزو سره مخ کړی

د افغان دیپلوماتانو د انسجام ټولنې د اګست د ۱۵مې، د جمهوري ریاست د ړنګېدو او واک ته د طالبانو د بېرته راګرځېدو د ورځې، په مناسبت په یوه خبرپاڼې کې ویلي، چې د طالبانو «نامشروع  حاکميت » هېواد د ژورو ټولنیزو، سیاسي، امنیتي او اقتصادي ستونزو سره مخ کړى دى.

دغه ډیپلوماتانو خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام  وکړي، افغانستان به د نه جبرانېدونکې بشري او ټولنیز بحران سره مخ شي.

له بلې خوا دغه ټولنې خبرداری ورکړى، چې د دغه وضعیت دوام (پر افغانستان د طالبانو واکمني) به د سیمه او نړۍ له پراخو امنیتي ګواښونو سره مخ کړي.

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، «د طالبانو ډلې د افغانستان د خلکو لپاره یوه ستره تاریخي غمیزه رامنځته کړې ده.»

د افغان دیپلوماتانو د انسجام ټولنه وايي، د طالبانو د واکمنۍ له راتګ راهیسې تر ۸ میلیونو ډېر افغانان له خپلو کورونو وتلي او کډوال شوي او هغه کسان چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې دي، له هېواده د وتلو په لټه کې دي.

ياده ټولنه زیاتوي: «ښځې چې د ټولنې نیمایي برخه ده، د کار، تحصيل، زده کړې او سفر له حقه [د طالبانو لخوا] محرومه شوي او [د طالبانو له خوا] پرې سخت غیر انساني او غیر اسلامي فرمانونه وضع شوي دي.»

د دې ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، په کوم هېواد کې چې د قانون حاکمیت نه وي، خلک له قضايي تعقیب پرته محاکمه کېږي.

دغه ټولنه دا هم وايي، چې د یوه مشروع حکومت په نه شتون کې له نړۍ سره د افغانستان اړیکې پرې شوې او خاوره یې د نړیوالو «سختدريځو او ترهګرو ډلو» په امن پټنځای بدله شوې ده.

د افغان دیپلوماتانو د پیوستون ټولنه وايي، د افراطیت او تاوتریخوالي په وړاندې د طالبانو چلند له نورو «ترهګرو» ډلو په ځانګړې توګه له القاعدې سره د هغوی تکیه او پیوستون زیات کړی او د افغانستان په خاوره کې يې له شلو زیاتو نړیوالو «ترهګرو ډلو» فعالیتونو او ګمارنې ته یې زمینه برابره کړې ده. 

دغې ټولنې د طالبانو پر ضد په ټولو سیاسي، مدني حرکتونو، د ښځو پر خوځښتونو او نظامي جبهاتو غږ وکړ چې خپل منځي اختلافات یوې خواته کړي او د خلکو د حقونو او ارزښتونو او د هېواد د ازادۍ لپاره په «يوه واحده لیکه» کې سره ودرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د اګست ۱۵مه او د جمهوریت د سقوط ورځ د «فتحې ورځ» وبلله او پرون یې ولمانځله.

خو د هېواد اوسېدونکي دغه ورځ د هېواد په تاريخ کې «يوه توره ورځ» ګڼي او ټينګار کوي چې دغه ورځ د هېواد له سياست او ټولنې څخه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د لرې کولو پيلامه وه.