ښځې

د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ: د طالبانو ناسم قانون مات کړئ

د افغان ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ په پاکستان کې په یوه اعتراضي غونډه کې د ښوونځیو په تړلو او د نجونو له تعلیمه په محرومیت نیوکې وکړې او پر نړیوالې ټولنې يې غږ وکړ چې د طالبانو د «ناسم قانون» د ماتولو لپاره اقدام وکړي.

دغه اعتراضي غونډه چې د ګوهرشاد بنسټ په همکارۍ جوړه شوې وه، پکې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د ښځو او نجونو«سخت وضعیت» انځور وړاندې شو.

دغه غورځنګ د اګست ۱۵مه د افغانستان لپاره توره ورځ وبلله او له خلکو سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د ښځو د عدالت غوښتنې غورځنګ او ګوهرشاد بنسټ همداراز ټینګار وکړ چې د نړیوالې ټولنې اغېزمن او پرېکنده ملاتړ کولای شي په افغانستان کې د ښځو د اوسني وضعیت له ښه کېدو سره مرسته وکړي.

 واک ته د طالبانو د بېرته راتګ د درې کلنې کلیزې په مناسبت د دغه بنسټ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په افغانستان کې د ښځو وضعیت خورا کړکېچن بلل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو له لوري له بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو له حقونو د پرلپسې سرغړونو ته په پام سره، نړیواله ټولنه باید له طالبانو سره تعامل ونه کړي او د دوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

د يادولو وړ ده، چې تر دې مخکې د افغانستان د ښځو غږ غورځنګ واک ته د طالبانو د راتګ د کلیزې په مناسبت د يوې خبرپاڼې په خپرولو د طالبانو سره د نړیوالې ټولنې پر تعامل «سختې» نیوکې کړې وې.