په افغانستان کې یو شمېر مشهورو سیاسي څېرو د اګسټ د ۱۵مې -د جمهوريت د سقوط او ددطالبانو بيا ځلې حاکميت ورځې- ته په غبرګون کې د طالبانو درې کلنه واکمني د «افغانستان د تاریخ تر ټولو توره فصل» بللى دى.
په جنیوا کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «په تېرو درېیو کلونو کې پر کابل [د طالبانو] پوځي تسلط د افغانستان په معاصر تاریخ کې یو له تورو څپرکیو څخه دی.»
هغه وايي، له هېواده د امريکا او ناټو بې نظمه وتلو وروسته، د جمهوري رياست ړنګېدل او د طالبانو د واکمنۍ بيا راتګ د ښکېلو غاړو لپاره يوه «ستره ماتې» وه.
په همدې حال کې د ولسي جرګې پخوانی غړی شاه ګل رضايي وايي، له طالبانو سره خبرې « تېروتنه» وه. که څه هم امریکا دا تېروتنه کړې؛ خو دروند پور يې افغانان پرېکوي.
د ولسي جرګې دغه پخوانۍ غړې وايي، هېواد ته د طالبانو د واکمنۍ راتګ افغان ولس «پیړۍ شاته وړى دى»، د دوی راتلونکې یې ویجاړه کړې او د هېواد نیمايي نفوس (ښځې) یې له خپلو ټولو حقونو بې برخې کړي دي.
هغه پر کابل د طالبانو په تسلط نیوکه کوي او وايي، «ژېړه بشکه (هغه وسیله چې طالبانو په خپله شل کلنه جګړه کې د ماینونو جوړولو لپاره کارولې) د خپل واک د ترلاسه کولو لپاره د ویاړ او وژنې نښه ګرځولې ده.»
په همدې حال کې پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف وايي، په افغانستان کې جمهوري نظام د یوې «شرمونکې دسیسې او جوړجاړي» په پایله کې نسکور شو او طالبانو د هېواد واک په لاس کې واخیست.
هغه پر اېکس ليکلي «د طالبانو د رژیم په حاکميت سره دولتي جوړښتونه ونړول شول، بشري حقونه او بشري ارزښتونه تر پښو لاندې شول، ښځې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې شوې، مسلکي کادرونه په کورونو کېنول شول او یو شمیر ځوانان د تېر حکومت سره د کار په تور ونیول شول، شکنجه او ووژل شول.»
ښاغلي سیاف همداراز لیکلي: «دا ټول ظلم زموږ پر مظلوم ملت، زموږ له هېواد او انسانیت سره شوی او تر ټولو خطرناک دا چې دا ظلمونه د اسلام تر نامه لاندې ترسره شوي دي. دا د نه بښلو وړ جرم دی چې دا ډول بې عدالتي په اسلام تپل کېږي.»
طالبانو د اګست ۱۵ مه د جمهوريت د سقوط او «د فتحې ورځ» وبلله او پرون یې ولمانځله.
خو د هېوادوال دغه ورځ د هېواد په «تاریخ کې یوه توره ورځ» ګڼي او ټینګار کوي چې دغه ورځ د هېواد له سیاست او ټولنې څخه د خلکو په ځانګړې توګه د ښځو د ویستلو پیلامه وه.