د تورخم دروازه له څلورو ورځو وروسته د تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه.
له تورخمه یوې سرچینې آمو ته ویلي، چې د تورخم دروازه نن( پنجشنبه، زمري٢٥مه) سهار اته بجې د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
د يادونې وړ ده، چې دغه دروازه څلور ورځې وړاندې د پاکستاني پوله ساتو او طالبانو ترمنځ د نښتې په پایله کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه.
دسرچينو په وينا، د طالبانو اؤ پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر هغه وخته نښته رامنځته وشوه چې طالبانو د غوړکي په سيمه کې د پوستې جوړولو هڅه وکړه.
تر دې مخکې د طالبانو تر واک لاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو چې په دې نښته کې د یوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون درې ملکي افغانان وژل شوي دي.
طالبانو همدا راز ویلي، چې په دې نښته کې یې د پاکستان دوه سرحدي پوستې په نښه کړي او له منځه وړي دي.