د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د دغه هېواد د خپلواکۍ د ۷۸مې کلیزې په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې یو ځل بیا پاکستاني طالبان «خوارج فتنې» بللي دي.
ښاغلي منیر نن( چهارشنبه، زمري٢٤مه) له طالبانو وغوښتل چې په ختیځ کې د خپل «زاړه او ورور» ګاونډي په پرتله منع شوې ډلې( تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ته ترجیح ورنکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز وویل: «پاکستان دوی د حکومت ضد او شریعت ضد فعالیتونو له او ددې له املهدچې اساسي قانون نه مني، پاکستان هم دوى د پاکستانيانو په توګه نه مني»
پاکستاني ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد پوځ مشر په دې مراسمو کې د افغانستان او پاکستان د پولې په اړه هم خبرې کړې دي.