افغانستان

 ایران یو افغان اعدام کړ

د بشري حقونو سازمان هه نګاو راپور ورکړی چې د ايران اسلامي جمهوریت د قزل حصار په زندان کې د یوه افغان او یو کرد په ګډون څلور کسان اعدام کړي دي.

دغه سازمان نن (چهارشنبه، زمري ٢٤مه) په یوه راپور کې ويلي چې دغه بندیان مخکې د نشه يي توکو اړونده جرمونو او قصدي وژنې په تور په اعدام محکوم شوي وو.

تر اوسه د دغه افغان وګړي هویت نه دی په ډاګه شوی.

د دغو بندیانو اعدام د روانې اونۍ د دوشنبې په سهار ترسره شوى دى.

ایران تر دې مخکې د څلورو افغانانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ بندیان اعدام کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر ولکر تورک د ایران له خوا اعدامولو دا بهير د «اندېښنې وړ» بللي دي.