د سولې او عدالت ملي غورځنګ د اګست ۱۵مې (د جمهوریت ړنګېدو او واک ته د طالبان بېرته راستنېدلو) په مناسبت په يوه خبرپاڼه کې دا ورځ د هېواد په تاریخ کې یوه «توره او تياره» ورځ بللې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ په موده کې افغانستان ۳۰۰ کاله شاته وړى دی.
غورځنګ وايي: «دغه ډله په هر ډول چې وي د واک په نیولو کې بریالۍ شوې ده. خو د افغانستان د خلکو لپاره یې د شریعت او مذهب تر نامه لاندې د محدودو فرمانونو له تحميلولو پرته بل څه نه دي کړي.»
په ورته مهال، له طالبانو سره د افغان حکومت د پخواني مرکچي پلاوي مشر او د سولې او عدالت ملي غورځنګ لوړپوړی غړی معصوم ستانکزی وايي، طالبانو د دوحې د سولې له تړون څخه په تېښته « لویه تېروتنه» کړې ده.
ښاغلي ستانکزي د طالبانو د واک د درېیم کال په مناسبت پر اېکس لیکلي: «د پلمو جوړول د منلو وړ نه دي او د افغانستان په قضيه کې ټول کورني او بهرني لوبغاړي په دې ناکامۍ کې ښکېل دي.»
طالبان د زمري ۲۴مه چې د دوى په لاس د جمهوریت د نسکورېدو ورځ ده، د «فتح» ورځ بولي.
خو طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې ښوونځيو ته د نجونو د تګ مخه نيولې او د ښځو پر حقونو او ازادۍ يې سخت محدوديتونه لګولي دي.
دا مهال د افغانستان اقتصاد له سخت بحران سره مخ دی او بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده.