ملګري ملتونه وايي، په میانمار کې «جنګي جناياتو» په پام وړ کچه زیاتوالی موندلی دی.
دغه سازمان په دغه هېواد کې شکنجې، تېري او خپلسري توقیفونه د جنګي جرمونو د بېلګو په توګه یاد کړي دي.
د ملګرو ملتونو د خپلواکو پلټنو د جوړښت مشر نیکولاس کومجیان وویل:«موږ د پام وړ شواهد راټول کړي دي چې ښيي په میانمار کې د وحشت او بر رحمي په پراخه کچه شتون لري.»
راپور وايي، د میانمار پوځي حکومت د مخالفینو د ځپلو لپاره په زیاتېدونکي ډول جنګي جرمونه لکه شکنجه او جنسي تاوتريخوالي لاس پورې کوي.
تر دې مخکې ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی و چې د توغنديزو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې چې ملکلي وګړي په نښه کړي د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰۰ روهینګیايي لږه کي وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان شوي دي.
په راپور کې ویل شوي، ملکي وګړو هڅه کوله چې د میانمار په راخین ښار کې له روان تاوتریخوالي څخه وتښتي او د سیند له لارې بنګله دېش ته ورسیږي، چې دغو بريدونو په نښه کړل.
د اراکان د آزادۍ غوښتوتونکو سرتېرې، هغه وسله واله ډله چې د میانمار د پوځي حکومت د نسکورولو په لټه کې ده، او د دغه هېواد رسمی پوځ پر یو بل د دغو بریدونو پړه اچوي.
ملګرو ملتونو د بشري حقونو د فعالانو په حواله ویلي چې د اراکان ډله له میاشتو راهیسې د روهینګیا اوسیدونکي په وژنو، د کلیو په سوځولو او په زوره په جنګي ليکو کې د ځوانانو په ګمارنې بوخت دي.