نړۍ

ایراني چارواکي: یوازې په غزه کې اوربند به د ایران د مستقیمو بریدونو مخنيوى وکړي

رویټرز د ایراني چارواکو په حواله راپور ورکړی چې یوازې په غزه کې د اوربند هوکړه کولی شي د ایران له خوا پر اسرائیلو د مستقیم برید مخه ونیسي.

یوه ایراني چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دې اژانس ته ویلي: « په غزه کې د اوربند  په اړه د خبرو د ناکامېدو په صورت کې او یا که ايران دا احساس کړي چې اسراییل د خبرو ځنډول غواړي، ایران به له خپلو متحدینو لکه حزب الله سره مستقیم بریدونه وکړي.»

دغه ایراني چارواکي دا نه ده څرګنده کړې چې دغه هېواد څومره وخت غواړي چې له پوځي غبرګون څخه مخکې د خبرو اترو پرمختګ ته لاره هواره کړي.

په سیمه ييزو حکومتونو کې درېيو رسمي سرچینو رویټرز ته ویلي چې دوی په غزه کې د اوربند د خبرو په څنډه کې د کړکېچ د زیاتېدو د مخنیوي لپاره له تهران سره خبرې اترې پیل کړي دي.

ټاکل شوې، چې په غزه کې د جګړې د بندولو لپاره خبرې اترې د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۵) د متحده ایالاتو، مصر او قطر په منځګړیتوب بیا پیل شي.

اسراییل د اوربند په خبرو اترو کې د دغه هېواد د یوه پلاوي له شتون سره هوکړټ کړې ده. خو حماس په یوه خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې په دغو خبرو اترو کې به ګډون ونه کړي.

دا په ذاسې حال کې ده، چې ایران اسراییل په تهران کې د اسماعیل هنیه په وژلو تورن کړی دی.

اسراییلو تر اوسه په دې وژنه کې خپل لاس لرل نه تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

يوشمېر استخباراتي سرچینو راپور ورکړی چې ایران د اسراییلو دې اقدام ته د ځواب ویلو لپاره په غوراويو غور کوي او احتمال لري چې د دې اونۍ په پای کې په دغه هېواد برید وکړي. دسرچينو له مخې په دغه بريد کې به حزب الله هم برخه واخلي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي په یوه بیان کې هیله څرګنده کړې چې اسراییلو ته د ایران ځواب به په خپل وخت او داسې طریقه عملي شي چې احتمالي اوربند ته زیان ونه رسوي.