افغانستان

رواداري: په هېواد کې د طالبانو لخوا د جبري ورکېدو کچه ٣ برابره شوې 

رواداري د بشري حقونو سازمان د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په هېواد کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه په یوه راپور کې ویلي چې د تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د «جبري بې درکه کېدو» شمېر درې چنده زیات شوی دی.

دغه سازمان وايي، د تېر کال په پرتله د طالبانو له خوا شکنجه او خپلسري نيول هم زیات شوي دي.

راپور وايي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت «سخت خراب» دی او دا هېواد په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو ناوړه کړکېچ سره مخ دی.

رواداري وايي چې له «مجازاتو د طالبانو معافیت او د دوى تبعیضي پالیسيو» په ټول هیواد کې بشري حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

دغه سازمان همدارار وايي چې په افغانستان کې توکمیز او مذهبي لږه کۍ د طالبانو له خوا په سیستماتیک ډول له تبعیض سره مخامخ دي او سرچینو، دندو او بشري مرستو ته له لاسرسي څخه محروم شوي دي.

دغه سازمان وايي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د طالبانو له خوا په زوره په هېواد کې د اسماعیلي مسلمانانو د عقيدې د بدلولو هڅې هم مستند کړي دي.

له بلې خوا دغه سازمان وايي چې طالبانو اطلاعاتو ته د خلکو پر لاسرسي سخت بندیزونه لګولي او د طالبانو د وېرې او ترهې فضا د دې لامل شوې چې خلک له کره معلوماتو او حقیقت څخه بې برخې شي.

په همدې حال کې روادري وايي چې طالبان اکثره د عامه افکارو تېراېستلو لپاره ناسم معلومات خپروي.

د دغه راپور په يوه برخه کې راغلي، په افغانستان کې ښځې او نجونې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له زیاتېدونکي جبر سره مخ وې ځکه چې طالبانو پر زده کړو، کار او فعالیت محدودیتونه سخت کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان د واک ترلاسه کولو وروسته، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو اړخونو یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

د طالبانو له حاکميت وروسته له شپږم ټولګي پورته  نجونې له زده کړو منعې کړې دي او د نجونو او ښځو پر مخ يې د پوهنتونونو دروازې هم تړلې دي.

د يادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې د کانکور په ازموينه کې د نجونو پر ګډون بنديز لګولى او آن د یوې انجلۍ له ګډون پرته يې هم  سږکال د کانکور ازموینه واخيستله.