فارن پالیسي خپرونې په یوه مقاله کې ویلي، چې امریکا له افغانستانه د وتلو پرمهال د خپلو ځواکونو د خوندي وېستلو په فکر کې وه او په دغه هېواد کې د سوله ییزې حل لارې ته د رسېدل ورته مهم نه وو.
دغه خپرونې د دوحې له خبرو د افغانستان د حکومت څنډې ته کول د ۲۰۰۱ کال د بن له غونډې څخه د طالبانو د اېستلو سره پرتله کړې دي.
مقاله لیکي چې له ۲۰۰۱ کال څخه د امریکا تر وتلو پورې په افغانستان کې د سولې لپاره ډېر فرصتونه موجود وو. خو فارن پالیسي د دې ناکامۍ پړه د امریکا «ناکامه» ډیپلوماسۍ بللې ده.
خپرونه لیکي چې امریکا په افغانستان کې په خپله دوه لسیزه جګړه کې د ډېرو تېروتنو له جملې څخه يوه يې په ۲۰۰۱ کال کې طالبانو لخوا د سولې وړاندیز له لاسه ورکول و.
د يادې مقالې پربنسټ، طالبانو د امريکا د يرغل په پيل کې د بوش ادارې ته وړانديز وکړ چې د دوی جنګيالي په دې شرط خپلې وسلې پر ځمکه ږدي، چې تعقيب،محاکمه نه شي او خپل عادي ژوند وکړي.
خپرونې ليکلي، دا وړاندیز چې د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي ته په یوه پیغام کې استول شوی و، رد شو.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته له ستنېدو وروسته د افغانستان اساسي قانون لغوه کړ او د دوی له راتګ وروسته ملي اردو، امنیتي او استخباراتي ادارې منحل شوې او یو شمېر هغه بنسټونه چې د افغانانو د اساسي آزادیو ملاتړ یې کاوه، منحل او فعالیتونه يې ودرول شول.
له بلې خوا، د طالبانو له راتګ وروسته، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې سخت محدودیتونه وضع کړل.
وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.
د يادولو وړ ده، چې طالبانو همداراز د خپلې درې کلنې واکمنۍ په بهير کې په کانکور ازموینه کې د نجونو په ګډون بنديز ولګاوه او په ټول افغانستان کې یې ان د یوې نجلۍ له شتون پرته هم دا ازموینه واخیسته.