ورزش

د تکواندو افغان لوبغاړي له چين  د سرو زرو د ٣ مډالونو  په ګټلو هېواد ته ستانه شول

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي په اسیایي سیالیو کې د سرو زرو د درې مډالونو له ګټلو وروسته له چین څخه هېواد ته ستانه شول.

دغه سيالۍ د منځنۍ اسيا له پنځو هېوادونو څخه د ٢٥٤ ورزشکارانو په ګډون د چين په اونان ښار کې ترسره شوې.

په دغو سياليو کې سمير رحماني د ۵۸ کيلوګرامو په وزن  خپل چينايي سيال ته ماتې ورکړه او لومړى مقام يې خپل کړ.

د يادونې وړ ده، چې ښاغلي رحماني تر دې دمه دوه د سرو زرو مډالونه ګټلي دي.

د دې تر څنګ علي اکبر رضايي هم د ۶۲ کیلو ګرامه په وزن د  خپل چینايي سیال ته ماتې ورکړه او هېواد ته یې د سرو زرو مډال وګاټه.

د هېواد د المپيک، بدني روزنې او سپورت رياست مسٶولين وايي، چې دغه سيالۍ د درېيو ورځو لپاره روانې وې.