طالبانو د دايکندي ولايت په مرکز نيلي ښارګوټي کې هټيوالو ته خبرداری ورکړی، چې د زمري د څلرويشتمې په مناسبت په خپلو هټيو کې د دوى سپين رنګه بيرغونه ودروي.
وسله والو طالبانو ګواښ کړی، چې که څوک له دغه امره سرغړونه وکړي، نو هټۍ به يې د درېیو ورځو لپاره وتړل شي.
طالبانو له هټیوالو غوښتي چې که د طالبانو بیرغ نه لري نو پر خپلو هټیو دې د سپین ټوکر ټوټې ولګوي.
طالبانو په هغو خبرپاڼو کې چې په هيوالو وېشل شوي، ويل شوي هر هټیوال مکلف دی چې د سه شنبې په ورځ (زمري په ۲۳مه) د سهار له لسو بجو څخه په خپلو هټیو کې بیرغونه ودروي.
سرچينو له آمو سره په اړيکه کې د دې خبرتيا تصديق تایید کړ.
طالبانو ویلي چې د دوی بیرغ باید د نیلي ښار له هټیو یو متر پورته وي.
طالبان د زمري ۲۴مه چې د جمهوري ریاست د نسکورېدو ورځ ده د «فتح» ورځ بولي. طالبانو له تېرو دریو کلونو راهیسې ښوونځیو ته د نجونو د تګ مخه نیولې او د ښځو پر حقونو او ازادۍ یې سخت بندیزونه لګولي دي. په همدې حال کې د افغانستان اقتصاد له سخت بحران سره مخ دی او بېکاري خپل اوج ته رسېدلې ده.