نړۍ

خپلو اتباعو ته د لبنان د پرېښودو په اړه د کاناډا خبرداری

د کاناډا لومړي وزیر جسټن ټروډو د اسرائیلو او د لبنان د حزب الله ترمنځ د کړکېچ د زیاتېدو په ترڅ کې د دغه هېواد اتباعو ته خبرداری ورکړی چې له لبنان څخه ووځي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې ښاغلي ټروډو ويلي: «په سیمه کې ننګونې د پام وړ دي او موږ د وضعیت د خرابېدو په صورت کې د کاناډا اتباعو ملاتړ لپاره ځانګړي چمتووالی لرو.»

د کاناډا لومړي وزیر دا خبرداری هم ورکړی، چې ښايي وضعیت تر دې حده خراب شي، چې د کاناډا حکومت به ونه شي کړای خپل ټول اتباع وباسي.

په دې وروستیو اونیو کې د اسراییلو او حزب الله ترمنځ کړکېچ زیات شوی، چې دواړه خواوې د لبنان-اسرایلو د پولې په اوږدو کې لفظي تاوتریخوالی، ګواښونه او د پوځ په پياوړتيا بوخت دي.

په دغه راپورونو کې راغلي، د ایران متمرکز وضعیت د حزب الله او نورو سیمه ییزو ملېشو لپاره د تهران د ملاتړ له امله نور هم پېچلی شوی، چې د پراخې جګړې وېره یې راپارولې ده.

د يادونې وړ ده، چې په لبنان کې حالات لا هم بې ثباته دي او دغه هېواد له سخت اقتصادي بحران، سياسي بې ثباتۍ او د وسله والو ملېشو له شتون سره لاس او ګرېوان دى.

په همدې حال کې وروستیو شخړو د سیمه ییزو قدرتونو لکه ایران او سعودي عربستان سره د لبنان په پولو کې د پراخې جګړې وېره زیاته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې اسراییل، ایران او د لبنان حزب الله د نورو پوځي اقداماتو پر وړاندې خبردارى ورکړى؛ خو د سیمې مشران سوله غواړي.