د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، متحده ایالات په منځني ختیځ کې د ایران او یا د هغې د نيابتي ډلو د احتمالي بریدونو ځواب ته چمتو دي.
د رویټرز د راپور له مخې هغه په یوه خبري غونډه کې وویل: و«روسته له دې چې ایران او د فلسطیني اسلامي ډلې حماس تېره میاشت په تهران کې د حماس د سياسي مشر پر وژلو اسراٸیل تورن کړل، امریکا د خپلو سیمه ییزو ځواکونو حضور زیات کړى او (په منځني ختيځ کې) د ايران د احتمالي بريد په اړه د اسراییلو په اندېښنو کې شريک دى.»
ښاغلي کربي زیاته کړه: «موږ د ایران د احتمالي برید د وخت په اړه د خپلو اسراییلي همکارانو په څیر ورته اندېښنې او تمې لرو. ممکن دا اونۍ وي. موږ باید د هغو بریدونو لپاره چمتو اوسو چې مهم وي.»
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند زیاته کړه چې امریکا په ښکاره توګه نه غواړي چې وګوري اسراییل اړ دى، څو د بل برید په وړاندې له ځانه دفاع وکړي.
په منځني ختیځ کې د احتمالي «بشپړې چمتو» جګړې وېره وروسته له هغې راپورته شوې چې د حماس سیاسي مشر اسماعیل هنیه په تهران کې ووژل شو او ایران ویلي چې دوی به يې غچ واخلي.
په عین حال کې، پنټاګون اعلان وکړ چې د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین منځني ختیځ ته د لارښود توغندیو اوبتل ځای پرځای کولو او د«ابراهام لینکن بېړيو ډلې» ته يې په سیمه کې د چټک ځای پرځای کېدنې امر کړى دى.
یوه امریکايي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د ابراهام لنکن برید ډله اوس د چین جنوبي بحیرې ته نږدې ده او احتمال لري چې منځني ختیځ ته د رسیدو لپاره تر یوې اونۍ زیات وخت ونیسي.
د يادونې وړ ده، اسرائیلي ځواکونه په غزه کې د جګړې د بندولو او له ایران سره د پراخې سیمه ییزې جګړې د مخنیوي په موخه یوې هوکړې ته رسېدو لپاره له نړیوالو فشارونو سربېره، دوی د غزې په جنوب کې د خان یونس ښار ته نژدې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.