نړۍ

 پټل: امریکا پر سعودي عربستان د «یرغلیزو وسلو» پلور بیا پیلوي

د سعودي عربستان لخوا پر یمن د بريد له امله د بشري حقونو د محدودیتونو له لګولو درې کاله وروسته، د متحده ايالاتو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړى، چې پر دغه هېواد به د وسلو پلور بیا پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ودانت پټل ​​یوې خبري غونډې ته وویل، « سعودي عربستان د متحده ایالاتو ستراتیژیک او نږدې ملګری پاتې شوی او موږ د دې همکارۍ د پیاوړتیا ته په لېوالتيا سترګې په لار یو.»

دا په داسې حال کې ده، چې وروسته له هغه چې جو بایډن په ٢٠٢١ کې ولسمشر شو، هغه پر بشري حقونو په ټينګار ژمنه وکړه، چې سعودي عربستان ته به یوه نوې تګلاره غوره کړي. بایډن سمدلاسه اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو حکومت به یوازې د متحده ایالاتو د وسلو زاړه پیرودونکي ته«دفاعي» وسلې واستوي.

دا اقدام وروسته له هغه واخيستل شو، چې اټکل وشو، چې د ماشومانو په ګډون په زرګونو ملکي وګړي د ایران په ملاتړ د حوثيانو پروړاندې د سعودي په مشرۍ په هوایی بریدونو کې چې د یمن ډیری برخه یې په واک کې لرله ووژل شول.

په ورته وخت کې، د سیمې په شاوخوا کې جیوپولیټیک نظرونه د پام وړ بدل شوي. ملګرو ملتونو چې د امریکا په ملاتړ یې په یمن کې په ۲۰۲۲ کال کې اوربند لاسلیک کړ، چې تر ډېره عملي شوى و.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې له اوربند راهیسې «ه یمن کې د سعودي عربستان هېڅ ډول هوايي برید نه دی شوی او له یمن څخه سعودي عربستان ته د پولې له غاړې ډزې تر ډېره بندې شوې دي.»

د يادولو وړ ده، چې سعودي عربستان له اسرائیلو سره د اړیکو د عادي کېدو په صورت کې له امریکا څخه د امنیتي ضمانتونو، د وسلو د دوام او احتمالاً د یوه ملکي اټومي تړون په لټه کې دی.