ښځې

د بشري حقونو د څار سازمان: طالبانو د ښځو د حقونو تر ټولو ستر بحران رامنځته کړی

د بشري حقونو د څار سازمان د  ١٤٠٠لمريز کال د زمري پر ۲۴ د پخواني حکومت د نسکورېدو په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې طالبانو په نړۍ کې د ښځو د حقونو لپاره «تر ټولو لوی بحران» رامنځته کړی دی.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان  د نړۍ خورا بد بشري بحران هم تجربه کوي.

په داسې حال کې چې سلګونه زره افغان کډوال له پاکستانه په زوره ایستل شوي، په زرګونو نور لا هم لوېدیځو هېوادونو ته د کډوالۍ په تمه دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال افغانستان یوازینی هیواد دی چې نجونې پکې د لومړني ښوونځي له شپږم ټولګي پورته له زده کړو بې برخې دي. طالبانو د ښځو د تګ راتګ د ازادۍ حق هم تر پښو لاندې کړی، د کار له ډېرو ډولونو  یې منع کړی، د هغو ښځو او نجونو خوندیتوب یې له منځه وړی، چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالی سره مخ دی، روغتیایی خدمتونو ته د هغوی د لاسرسي پر وړاندې یې خنډونه رامنځته کړي او له لوبو یې بې برخې کړي دي. او تمرين او آن پارکونو ته نشي تللاى.»

د بشري حقونو د څار یوه څېړونکې فرشته عباسي وايي، افغان ښځې او نجونې د طالبانو د واک لاندې په خپلو بدو خوبونو کې ژوند کوي.

هغې زیاته کړې، «حکومتونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د طالبانو مشرتابه او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د جدي جرمونو مسؤل دي، محکمې ته راکش کړي.»

د بشري حقونو د څار ډلې مخکې ویلي وو چې طالبانو په کابل کې ښځې او نجونې چې دوى يې «بد حجابي» بولي، په تور بندیانې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، طالبانو د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو بنديزونو سربېره، د بيان ازادي او رسنۍ هم سختې محدودې کړې او همدا راز يې لاريون کوونکي، منتقدين او خبريالان نيولي او شکنجه کړي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې په افغانستان کې بشري ناورین ته په اشارې ويلي، چې د بهرنيو مرستو کمښت د افغانستان روغتیايي سیستم ته سخت زیان رسولی چې د ناسمې روغتيايي پاملرنې له امله د خوارځواکۍ او ناروغیو د زياتوالي لامل ګرځېدلى دى.

د نوموړې په وينا، پر ښځو او نجونو لګول شوي محدوديتونو روغتيايي خدمتونو ته د هغوى لاسرسى ګډوډ کړى او د هغوى د روغتيا حق يې له خطر سره مخامخ کړى دى. په خبرپاڼه کې راغلي، د ښځو پر زده کړو د طالبانو بندیز به په راتلونکي کې د ډاکټرانو د کمښت لامل شي.

آغلې عباسي زياته کړې: «د طالبانو د واک ترلاسه کولو درېیمه کلیزه په افغانستان کې د بشري حقونو د کړکېچ یوه ترخه یادونه ده، خو دا باید د عمل غږ هم وي، هغه حکومتونه چې له طالبانو سره په تعامل کې دي باید په دوامداره توګه دوی ته یادونه وکړي چې د ښځو او نجونو او د ټولو افغانانو د حقونو څخه سرغړونه د نړیوالو قوانینو له مخې د دغه هېواد د مکلفیتونو څخه سرغړونه کوي.»

د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړى، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له پاکستانه شړل شوي تر ۶۶۵ زره ډېر افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.