طالبانو په میدان وردګو ولایت کې دوه تنه د فساد په تور په عام محضر کې په درو ووهل.
د طالبانو تر واک لاندې سترې محکمې د نن (دوشنبه، زمري ٢٢مه) په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې له دواړو هر یو تن ۳۹ درې وهل شوی دی.
د دې محکمې په وينا، دغه دوه تنه په ۱۳ کاله بند هم محکوم شوي دي.
يادې محکمې د دغو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي خپاره کړي.
د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ډلو له نیوکو سره سره، طالبانو د فزیکي مجازاتو کارولو ته دوام ورکړی دی.
د آمو ټلویزیون موندنې ښيي چې طالبانو د دې قضیې په ګډون په درې کلنه واکمنۍ کې په ټول هېواد کې د سلو ښځو په ګډون شاوخوا ۶۰۰ کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.