افغانستان

 ملګري ملتونه: د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۵ کلونو کم عمره جوړوي

د ملګرو ملتونو د نفوس صندوق نن (دوشنبه، زمري٢٢مه) د ځوانانو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي چې د افغانستان ۶۳ سلنه نفوس له ۲۵ کلونو کم عمره کسان جوړوي.

دغه سازمان په یوه راپور کې ټینګار کړی چې د افغانستان ځوان نفوس د هېواد د ټول نفوس یوه مهمه او د پام وړ برخه جوړوي.

د دغه سازمان په وینا، افغان ځوانانو د سیاسي بې ثباتۍ، اقتصادي ستونزو او امنیتي اندېښنو له امله د روانو ننګونو سره سره  خپله د پام وړ نرمښت، هوډ او متشبث روحیه ښودلې ده.

د ياد راپور په يوه برخه کې راغلي، «افغان ځوانان د کرنې، ټیکنالوژۍ، پرچون پلور او خدماتو په برخو کې په فعاله توګه د فرصتونو په لټه کې دي چې خپل شرکتونه پیل کړي، نوښت وکړي او د ځان او نورو لپاره کار پیدا کړي.»

ملګرو ملتونو دغه راز  اعلان کړى چې دوی به د نړیوالو او ملي شریکانو سره د ملګرتیا له لارې له ٢٠٢١کال راهيسې شاوخوا ٧٥زره ښځو په مشرۍ کوچنيو سوداګريو ملاتړ کړي دى.

د دغه سازمان په وینا، دغودنوښتونو د ٩٠٠زرو څخه زیاتو خلکو ته، چې ډیری یې ښځې دي، دندې رامنځته کړي، چې د اټکل له مخې شاوخوا ٤.٥ میلیونه افغانان ترې ګټه پورته کوي.