د اسلامي دولت ډلې(داعش) د کابل په لوېدیځ کې د پرونۍ چاودنې مسوولیت په غاړه واخیست.
طالبانو ویلي، چې پرون ( یکشنبه، زمري ٢١) ماسپښین د کابل په لوېدیځ کې د یوې چاودنې له امله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.
خو اسوشېټېډ پرېس خبر ورکړی، چې داعش په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یکشنبې په ورځ یې پر یوه موټر چې د شیعه لږکیو غړي يې لېږدول، چاودنه کړې، چې شاوخوا ۱۳ کسان یې وژلي او ټپیان کړي دي.
تر دې مخکې د کابل د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو، چې چاودنه د کابل په دشت برچې کې په یوه «مرسډیز» موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله شوې ده.
له پېښې وروسته په لومړیو دقیقو کې د کابل ايمرجنسي روغتون ویلي، چې له چاودنې اته کسان ټپیان دغه روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ايمرجنسي بنسټ پر اېکس ویلي چې په ټپیانو کې درې ښځې هم شاملې دي.
دغې بنسټ زياته کړې، چې له ټپيانو يې ٧تنه جراحۍ عملياتو ته اړتیا لري او د یو تن وضعیت نازک دی.