افغانستان

پاکستان او ایران په یوه ورځ کې څه باندې ۱۵۰ کډوالې کورنۍ اېستلي

Afghan refugees returning to Afghanistan. File photo.

په یوه ورځ کې څه باندې ۱۵۰ افغان کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان څخه وېستل شوې او هېواد ته راستنې شوې دي.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس راپور ورکړی چې پرون( يکشنبه، د زمري٢١) ١٥٨افغان کډوالې کورنۍ «په جبري او اختياري » توګه له ایران او پاکستان څخه وېستل شوي دي.

دغه راستانه شوي کسان د ننګرهار، کندهار، نیمروز او هرات ولایتونو له لارو هیواد ته داخل شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې دغه اژانس وايي، ۲۶ کورنۍ د تورخم  او ۴۹ یې د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخلې شوې دي.

د راپور له مخې، دغه راز ۳۸ کورنۍ په نیمروز کې د پل ابرېشم او ۴۵ کورنۍ د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کډوالي نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې نږدې اته میلیونه افغانان له هېواده کډوال شوي دي. طالبانو دا راپور رد کړی دی.

خو د دغه سازمان په وینا د دغو کډوالو له جملې ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران ته او نږدې یو میلیون یې اروپا ته تللي دي.

د راپور له مخې ایران ته د دغو کډوالو نږدې ۷۰ سلنه يې د کار د فرصتونو نشتوالی د دوی د کډوالۍ اصلي لامل بولي.