افغانستان

غور کې ترافيکي پېښې دوه تنه مړه او پنځه نور ټپيان کړل

د غور ولايت په مرکز کې ترافيکي پېښې د يوې ښځې او يو ماشوم په ګډون له دوه تنو ژوند واخيست.

د طالبانو تر ادارې لاندې باختر اژانس خبر ورکړی، چې په دې پېښه کې پنځه تنه نور ټپیان شوي دي.

پېښه د دغه ولایت په مرکز کې د فلاتکوچ ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د آمو  لخوا د راټولو شویو شمېرو له مخې، په تېره یوه میاشت کې (د چنګاښ له ۱۱مې تر زمري ۱۰ پورې) د هېواد په بېلابېلو سیمو کې په بېلابېلو ترافیکي پېښو کې ۶۴ تنه مړه شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

دا د تلفاتو په شمېر کې بې ساري زیاتوالی ښيي.

په هېواد کې د طالبانو تر واک لاندې د ترافيکو رياست مسولينو له دې وړاندې ويلي وو، چې ډېرى دغه پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د موټرونو د تېز سرعت له امله رامنځته کېږي.