رویټرز راپور ورکړى، چې د یوګانډا په کمپالا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شمېر ۲۱ ته رسېدلی دی.
دا پیښه دوه ورځې وړاندې د یوګانډا په پلازمېنه کمپالا کې د یوې لویې غونډۍ د ځمکې د ښويېدو له امله رامنځ ته شوه چې له کثافاتو ډکه وه.
د یوګانډا د پولیسو په وینا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې د غونډۍ شاوخوا اوسېدونکي په خوب ویده وو او د ژغورنې ډلو تر اوسه ۱۴ کسان له کثافاتو څخه ژوندي را اېستلي او ښايي تر خاورو لاندې نور هم بند پاتې وي، خو شمېر لا معلوم نه دی.
نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د یوګانډا حکومت د ځمکې ښویېدنې د لامل په اړه پلټنې پیل کړي او که غفلت ثابت شي له چارواکو سره به قانوني چلند وکړي.
په دغه هیواد کې سره صلیب ویلي چې د پیښې له امله بې کوره شويو کسانو سره د مرستې لپاره يې نږدې کېږدۍ لګول شوي دي.
دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې د یوګانډا پلازمېنه له تېرې یوې اونۍ راهیسې د سختو بارانونو شاهده وه.