نړۍ

د ټرمپ ټاکنيز دفتر ايران د دوى پر داخلي اړیکو پر سایبري برید تورن کړ

د ډونالډ ټرمپ د ټاکنيز دفتر ویاند ایران د دوى پر داخلي اړیکو د سايبري بريد او ددوى داخلي اړيکو ته د ننوتلو په  هڅو تورن کړ.

سي بي اېس نیوز راپور ورکړی چې دغه ټاکنيز دفتر د ایران د لاس وهنې په اړه کوم مشخص ثبوت نه دی وړاندې کړی.

د یادولو وړ ده چې د ټرمپ د ټاکنيز دفتر لخوا دا ادعا هغه وخت مطرح شوه، چې مخکې مایکروسافټ د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنيزو کمپاينونو کې د بهرنیو عاملينو د لاسوهنې په اړه یو راپور خپور کړ.

مایکروسافټ د دې ډول مداخلو یوې بېلګې ته په اشارې سره په خپل راپور کې ویلي چې د ایران د پوځي استخباراتو یوې څانګې «د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین یوه لوړ پوړي چارواکي ته د یوه پخواني جګپوړي سلاکار له جوړ شوي ایمیل اکاونټ څخه ایمیل استولی.»

د ښاغلي ټرمپ د کمپاین ویاند سټیون چونګ د متحده ایالاتو سره د دښمنۍ بهرنۍ سرچینې په دې «هیک» تورنې کړې.

ښاغلي چونګ وویل، «دا اسناد په ناقانونه توګه ترلاسه شوي او موخه یې دا وه چې د ٢٠٢٤کال په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي او زموږ د ډیموکراتیک بهیر په اوږدو کې ګډوډي رامنځته کړي.»

په همدې حال کې د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند هم ویلي چې دا موضوع يې د امریکا عدلیې وزارت ته سپارلې ده.

هغه په ​​​​یوه خبرپاڼه کې وویل: «لکه څنګه چې موږ څو ځله ویلي دي، د بایډن اداره هر هغه بهرنی حکومت یا اداره په کلکه غندي چې زموږ د ټاکنو په پروسه کې د مداخلې هڅه کوي یا زموږ په ډیموکراتیکو ادارو باور کمزوری کوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې  ټاکل شوې، متحده ایالات د روان کال د نومبر په پنځمه د نوي ولسمشر د ټاکلو لپاره ملي ټاکنې ترسره کړي.