ښځې

 د ښځو د سیاسي مشارکت شبکه: نړۍ باید پوه شي چې موږ افغانان طالبان نه منو

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت شبکې د اګست په ۱۵مه په مناسبت په یوه خبرپاڼه کې چې په هېواد کې جمهوریت ړنګ  او طالبان بېرته واک ته ورسېدل، ويلي:«نړۍ باید پوه شي چې موږ د افغانستان خلک، طالبان نه منو.»

دغه مېرمنې وايي، طالبان یوه «ترهګره ډله» ده او نړۍ یې باید ملاتړ ونه کړي.

د ښځو دغه شبکې پر نړۍ هم غږ کړی چې د افغان ښځو غږ چې طالبانو پر دوى کوم وضعيت راوستى واوري.

د دغې شبکې په خبرپاڼه کې همداراز راغلي، «نړیواله ټولنه باید پر طالبانو او په ځانګړې توګه د هغوی پر جنایتکارو مشرانو سیاسي فشارونو او بندیزونو ته دوام ورکړي او دغه جاهله ډله په رسمیت ونه پېژني.»

د يادې شبکې غړې همداراز وايي چې دوی د زکړو، کار، ازادۍ تر شعارونو لاندې سره يو دي او تر هغې به د «تیارې او جهالت» پر وړاندې مبارزه کوي، تر څو چې افغانستان ازاد شوی نه وي.

په همدې حال کې په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د مدني ټولنې او د بشري حقونو یو شمېر فعالانو هم د اګست د ۱۵مې په مناسبت په ټول هېواد کې د طالبانو پر ضد د اعتراضونو غږ کړی دی.

د مدني ټولنې او د بشري حقونو فعالانو په افغانستان کې د طالبانو واکمني« تبعیضي رژيم» بللى او پر ملګرو ملتونو یې غږ کړی چې په رسمیت يې وپېژني.

د يادولو وړ ده، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې، د نړۍ هېڅ هېواد دوی په رسمیت نه دي پېژندلي.

په همدې حال کې، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد واک تر لاسه کړ، دوى ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې سخت محدودیتونه وضع کړل.

طالبانو همداراز له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې د زده کړو له دوام منع کړي او د پوهنتونونو دروازې یې  هم د نجونو او ښځو پر مخ تړلې دي.