افغانستان

 لاریون کوونکي: په افغانستان کې د طالبانو حاكميت یو «تبعيضي رژیم» دی

د ۲۰۲۴ کال د اګسټ په ۱۵ د نړیوالو لاریونونو لپاره د خلکو مرکزي دفتر په یوه پرېکړه لیک کې ويلي چې په هېواد کې د طالبانو حاکميت د «تبعيض» پر بنسټ ولاړ دى او د افغان مدني ټولنې له ټولنیز بنسټ، عيني واقعیتونو او غوښتنو سره هیڅ تړاو نه لري.

لاريون کوونکو په دغه پرېکړه ليک کې ويلي«د مذاکراتو تر نامه لاندې له دې ډلې (طالبانو) سره هر ډول تفاهم له جنګي جنایتکارانو، د بشریت ضد جنایتونو له عاملینو، د جنسیتي تبعیض له عاملینو او د افغان ولس او انساني ارزښتونو لکه عدالت، عزت، ازادي او شرافت څخه د سرغړونکو سره ښکاره جوړجاړى دى .»

لاريون کوونکو د افغانستان او نورو هېوادونو له وګړو وغوښتل چې د اګست د پنځلسمې (په افغانستان کې د جمهوریت د ړنګېدو او واک ته د طالبانو د بېرته راګرځیدو د ورځې) په مناسبت په مختلفو هېوادونو کې د طالبانو پر ضد په ټول هېواد کې په لاريونونو کې ګډون وکړي.

په دغه پرېکړه ليک کې راغلي« موږ په افغانستان او نړۍ کې یو شمېر پوهان، جلاوطنان، ښځینه لاريون کوونکي، فعالان او د مدني ټولنې خپلواک غړي په دې ټینګار کوو چې طالبان د ماهیت، جوړښت او عمل له مخې یوه ترهګره، ایډیالوژیکه او مطلق العنانه ډله ده.»

دغه لاريون کوونکو په شپږو فقرو کې خپلې مشخصې غوښتنې مطرح کړې:

١- ملګري ملتونه باید په افغانستان کې د تبعيضي رژیم په رسمیت وپیژني.

٢- د بشریت ضد جنایتونه او جنګي جنایتونه چې طالبان يې هره ورځ ترسره کوي” تعقیب شي.

٣د بشردوستانه مرستو تر نامه لاندې له طالبانو سره مالي مرستې بندې شي او د دوى په وړاندې نړیوال بندیزونه ولګول شي.

٤- د افغانستان د خلکو سره د تعامل تر نامه لاندې د استعماري سیاستونو چې طالبانو او طالب ملاتړي توجیه کړي، په سمدستي توګه ودرول شي.

٥- د انتقالي عدالت د بهیر پیل او په افغانستان کې د جګړې، جنایت او وژنو د قربانیانو د کورنیو د کړاوونو په رسميت پېژندلو په موخه د نیمې پیړۍ بشري جنایتونو ته رسیدګي.

٦- په ډیموکراتیک جوړښت باندې کار کول، د افغانانو سره مستقیم تعامل کول او د انتقالي یا موقت حکومت د جوړولو لپاره اسانتیاووې برابرول.

لاريون کوونکو ويلي: «تر څو چې جنګي او سيمه ييز جنايتكاران محاکمه  نشي، تلپاتې سوله نه راځي او په افغانستان، سيمه او نړۍ کې روان کړکېچ به پای ته ونه رسېږي.»

له بلې خوا، د نړيوالو لاريونونو د جوړولو لپاره د خلکو د مرکزي دفتر په پرېکړه لیک کې راغلي چې نړۍ مکلفه ده چې زموږ په سیمه کې د سیمه ایز “ترهګرۍ” ملاتړ ودروي او نړیوال امنیت ته درناوی وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبان د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه د افغانستان واک تر لاسه کولو راهيسې، د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

په همدې حال کې، طالبانو پر افغانستان د واک تر لاسه کولو راهيسې، ښځې او نجونې له خپلو ټولو اساسي حقونو بې برخې کړې او د ښځو د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې سخت محدودیتونه وضع کړي دي.

وروسته له هغه چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، دوی له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منعې کړې او د پوهنتونونو دروازې یې هم د نجونو او ښځو پر مخ وتړلې.

يادونې وړ ده، چې طالبانو د خپلې کابو درې کلنې واکمنۍ پر مهال په ټول افغانستان کې د کانکور په ازموينه کې نجونو پر ګډون بنديز لګولى او آن یوې انجلۍ له ګډون پرته يې هم  سږکال د کانکور ازموینه واخيستله.