د امریکايي وګړي راین کوربټ مېرمن انا کوربټ چې دوه کاله وړاندې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوى و او لا هم په زندان کې دى، وايي چې د جوبایډن اداره باید د طالبانو له زندانه د هغې د مېړه د خوشې کولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.
نوموړې سي بي اېس سره په مرکه کې ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې یې څو ځلې د ملي امنیت له سلاکار او د امریکا له ولسمشر سره د لیدو غوښتنه کړې؛ خو هیڅ ځواب يې نه دی ترلاسه کړی.
هغه وايي: «زه بډایه او مشهوره نه یم. زه د نورو په څیر ډېرې سرچینې نلرم. زه نه پوهیږم چې نور څه ترسره کړم.»
انا کوربټ وايي چې هغې د جنوري په میاشت کې د متحده ایالاتو د ملي امنیت له سلاکار جیک سالیوان سره ولیدل او ژمنه یې وکړه چې که راين کوربټ خوشې نشي نو بیاځلې به دې ورسره وګوري.
د راين کوربټ مېرمن په مرکه کې زیاته کړې، چې هغې څو ځله بریښنالیک کې له ښاغلي سالیوان سره د لیدو غوښتنه کړې؛ خو هغه (سالیوان) «خپله ژمنه ماته کړې ده.»