افغانستان

وېسټ: د طالبانو له زندانه د ٣ امریکایي وګړو د خوشې کولو لپاره هڅه کوو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس وېسټ وايي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوي درې امریکايي وګړو د آزادواو او خپلو کورنیو ته د هغوى د ستنولو لپاره کار کوي.

هغه پر اېکس ليکلي« زما فکرونه او دعاګانې نن ورځ د راین کوربیټ، محمود حبیبي او د هغوی له کورنیو سره دي، موږ غواړو او باید خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړو چې دوی او جورج ګلزمن خپلو کورنیو ته وسپارو.»

په همدې حال کې، د یرغمل شویو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي راجر کارسټنز ویلي، هغه به تر خپله وسه هڅه وکړي چې بندیان شوي امریکايي وګړي له خپلو کورنیو سره یوځای کړي.

ښاغلي کارسټنز پر اېکس وویل: «دوه کاله وړاندې له نن څخه راین کوربیټ او محمود حبیبي په افغانستان کې ونیول شول. ریان، محمود او جورج ګلزمن د اوږدې مودې راهیسې په بند کې دي او کورنۍ یې له تصوره پورته درد سره مخ دي. موږ به خپلو ټولو هڅو ته دوام ورکړو چې دوی له خپلو عزیزانو سره یوځای کړو.»

راین کوربټ او محمود حبیبي د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې په جلا جلا توګه کې ونیول شول، یو کال وروسته له هغه چې طالبانو له افغانستانه د امریکا له ګډوډ شاتګ وروسته واک ترلاسه کړ. درېیم امریکایى، جورج ګلزمن د طالبانو لخوا په ٢٠٢٢ کې چې افغانستان ته د ګرځندوی په توګه راغلى و، ونيول شو.

په همدې حال کې د راین کوربټ مېرمنې انا کوربټ سي بي ایس نیوز ته ویلي چې د جو بایډن اداره باید د طالبانو له زندانه د هغې د مېړه د خوشې کولو په برخه کې خپله ژمنه پوره کړي.

هغه وايي چې د روان کال له پيله يې څو ځلې د ملي امنيت له سلاکار او د امريکا له ولسمشر سره د ليدو غوښتنه کړې ده، خو هغه هیڅ ځواب نه دی ترلاسه کړی.

په همدې حال کې د محمود شاه حبیبي خپلوان وايي چې ښاغلی حبیبي د طالبانو له خوا له کوم جرم پرته نیول شوی دی او دوی د طالبانو له زندانه د هغه د خلاصون غوښتنه کوي.

د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي ده هیل ورځپاڼې ته ویلي، ورور یې دوه کاله وړاندې له کوم جرم پرته د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او برخلیک یې لا هم څرګند نه دی.

محمود شاه حبیبي چې د تېر حکومت د ملکي هوايي چلند پخوانی مشر او افغان الاصله امریکايي وګړى دى، د ١٤٠١ کال په زمري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

 هغه د کابل په شيرپور کې د القاعدې د پخواني مشر ايمن الظواهري له وژلو پوره ۱۱ ورځې وروسته نيول شوى دى.