نړۍ

 له دفاع تر يرغل؛ زیلینسکي وايي د روسیې په خاوره کې جګړه کوو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي وايي، د دې هېواد پوځ د روسیې په پولو کې دننه د جګړې د غځولو په هدف خپل «پوځي عملیات» پیل کړي او د دغه هېواد په خاوره کې دننه به جګړه پرمخ وړي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ، د اوکراین ولسمشر همداراز ویلي: «موږ غواړو چې په لنډ ممکن وخت کې او د سولې په ترڅ کې د عادلانه سولې له لارې خپلې موخې ترلاسه کړو او دا کار به پېښېږي.»

د اوکراين ولسمشر دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د دغه هېواد پوځ په دې وروستيو کې د روسيې په کرسک سرحدي سيمه کې ځمکني عمليات پيل کړي او پرمختګونه يې هم کړي دي.

اوکرایني چارواکو د دغه برید په اړه چې پرله پسې دریمه ورځ هم دوام لري، چوپتیا اختیار کړې ده.

ښاغلي زیلینسکي هم د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې د دې مسٸلې په اړه په مستقیم ډول له څه ویلو ډډه وکړه، یوازې د هیواد د پوځ د قوماندان څخه د راپورونو ترلاسه کولو ته يې اشاره وکړه او پوځي عملیات یې «اغیزمن» او «د کییف اړتیا سره سم.» وبلل.

هغه زیاته کړه: «اوکراین پوهیږي چې څنګه خپلې موخې ترلاسه کړي. موږ هغه جګړه غوره نه کړه چې روسیې د ٢٠٢٢ په فبروري کې پیل کړې ترڅو خپلې موخې تعقیب کړي.»

ولادیمیر زیلینسکي مخکې ویلي و چې روسیې پر اوکراین جګړه تپلې او باید د خپل تېري پایلې وګوري.

دا په داسې حال کې ده، چې نړیوالو رسنیو ویلي چې د اوکراین د روسيې په کرسک سیمې کې د ځمکني یرغل موخه د سیمې ساتل او د سولې لپاره په راتلونکو احتمالي خبرو اترو کې د کییف د دریځ پياوړي کول دي.