افغانستان

طالبانو په تېره یوه میاشت کې نهه دیني-جهادي مدرسې پرانیستي

په تېره یوه میاشت کې څه کم ۹ نوي دیني-جهادي مدرسې د طالبانو له خوا پرانیستل شوي دي. د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو پر بنسټ، دغه مدرسې په پنجشیر، بدخشان، پکتیکا، غزني او بغلان ولایتونو کې جوړېږي.

یو شمېر کارپوهان وايي، چې د طالبانو جهادي مدرسې مذهبي افراطیت ته وده ورکوي او د افغانستان د ځوان نسل لپاره به خطرناکې پایلې ولري.

په دې راپور کې په جهادي مدرسو باندې د طالبانو د رهبرۍ تمرکز او په دې حقیقت چې د طالبانو پوځي او ملکي چارواکي له دغو مدرسو لیدنه کوي او د مدرسو په جوړولو کې له یو بل سره سیالي کوي، یادونه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، طالبان په افغانستان کې تر اوو زرو ډېرې رسمي مدرسې لري.

طالبانو په تیرو دریو کلونو کې د دیني او جهادي مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه کړې ده. دغه مدرسې کې نارینه او ښځینه لپاره جوړې شوي دي.

د طالبانو له خوا د جهادي مدرسو شمېر پټ ساتل شوی دی. خو د مدرسو په ځانګړې توګه د جهادي مدرسو د جوړولو بهیر دوام لري. د طالبانو د پوهنې وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې په بدخشان، پنجشېر، پکتیکا، غزني او بغلان کې لږ تر لږه نهه جهادي مدرسې جوړ شوي دي.

په هغو جهادي مدرسو کې چې د طالبانو رهبري ورسره لېوالتیا لري، د دیني روزنې ترڅنګ د جګړې روزنه او د افراطیت ترویج هم ترسره کیږي. که څه هم په دیني مدرسو کې یوازې دیني زده کړې ورکول کیږي. هغه مدرسې چې د زده کونکو په وینا، د دیني زده کړو په چوکاټ کې دي او نهشي کولی د ښوونځیو ځای ونیسي.

مروه، د مدرسې یوه زده کوونکې، وایي: «ما په مدرسه کې قرآن او دیني کتابونه لوستل. خو دا زما د ښوونځي بدیل نه دی. کله چې ښوونځی بند وي، زه نشم کولی خپلو هېلو ته ورسېږم.»

نګینه، یوه زده کوونکې وایي: «زه مدرسې ته راځم، قرانکریم او دیني درسونه زده کوم. خو دیني درسونه زموږ د ښوونځیو ځای نه شي نیولی.»

د ملګرو ملتونو د سرمنشي دوه وروستي راپورونه ښيي چې د طالبانو مشرتابه ځوان نسل هڅوي چې مدرسو ته ولاړ شي. د انتونیو ګوترش دغه راپور وايي، طالبان تر اوو زرو ډېرې رسمي مدرسې لري او یوازې د ۲۰۲۳ کال د نومبر او ۲۰۲۴ کال تر منځ په درېیو میاشتو کې یې د نجونو په ګډون شاوخوا دوه زره پنځه سوه زده کوونکي له ښوونځي او پوهنتونه بې برخې کړي دي.

مبشره، په کابل کې د یوې دیني مدرسې مشره وایي: «زموږ په ټولنه کې د پرمختګونو له مخې، نن سبا ديني علومو ته د نجونو پاملرنه ډېره شوې، ځکه د زده کړو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي.»

په روان کال کې د طالبانو اړوند رسنیو د پخوا په پرتله د جهادي مدرسو په اړه لږ راپورونه ورکړي دي. خو پر دغو مدرسو د طالبانو د سیاسي او پوځي مشرتابه د جدي تمرکز سیوری پروت دی او دوی یې د پرمختګ په لټه کې دي. تر دې چې د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده تېر کال د خپلو ولایتي سفرونو په ترڅ کې په نیمروز کې د جهادي مدرسو له استادانو سره وکتل.

همدا دوه ورځې وړاندې د طالبانو والي په دايکندي کې له يوې جهادي مدرسې څخه ليدنه وکړه او تېره مياشت په غور کې د طالبانو امنيه قوماندان هم له يوې جهادي مدرسې ليدنه وکړه. خو د ماشومانو او ځوانانو لپاره د دغه مدرسو د جوړېدو لید به څه وي؟

تر دې مخکې د نجونو لپاره د بدیل زده کړې په توګه د مدرسو د جوړولو بحث هم راپورته شوی وو.

نجیب الرحمان شمال، سیاسي کارپوه آمو ته وویل: «په افغانستان کې دا حالت روان دی. ښايي طالبان فکر کوي چې که ښوونځي وتړي، نو پر ځای به يې ديني مدرسې فعالې کړي، چې دا به د افغانستان د ځوان نسل لپاره ډېر خطرناک وي.»

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکي هم په یوه راپور کې په افغانستان کې د دیني مدرسو د زیاتوالي په اړه ویلي او دا چې طالبان د مدرسو د ملاتړ لپاره له مرستو کار اخلي.