افغانستان

طالبانو په یوه میاشت کې د نهو جهادي مدرسو د جوړولو چارې پیل کړې

د طالبانو تر ادارې لاندې د پوهنې وزارت د شمېرو پر بنسټ، په تېره یوه میاشت کې په بدخشان، پنجشیر، پکتیکا، غزني او بغلان ولایتونو کې لږ تر لږه نهه نوي جهادي مدرسو د جوړولو د بنسټ ډبرې اېښودل شوي دي.

په دغه جهادي مدرسو کې چې د طالبانو مشرتابه ورسره علاقه لري، د دیني روزنې ترڅنګ د جګړې روزنه او د سختدريځۍ د ترویج راپورونه ورکړل شوي دي.

که څه هم په دیني مدرسو کې یوازې دیني زده کړې ورکول کیږي. خو د زده کوونکو په وينا دا مدرسې د دیني زده کړو په چوکاټ کې دي او نشي کولی د ښوونځیو ځای ونیسي.

یوه زده کوونکې مروه وايي: «ما په مدرسه کې قرآن کریم او دیني کتابونه ولوستل. خو زما د ښوونځي بدیل نه شي کېداى. کله چې ښوونځی تړل شوى وي،  نشم کولی خپلې هيلې پوره کړم»

په همدې حال کې یوې بلې زده کوونکې نګینې زیاته کړه:«زه مدرسې ته راځم. زه قرآن او دیني زده کړه کوم. خو دیني درسونه زموږ د ښوونځیو ځای نشي نیولی.»

له بلې خوا د ملګرو ملتونو د سر منشي تازه راپور ښيي چې د طالبانو مشرتابه ځوان نسل هڅوي چې مدرسو ته ولاړ شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش وايي، طالبان تر ٧ زره ډېرې رسمي مدرسې لري او یوازې د ۲۰۲۳ کال د نوامبر او د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ ترمنځ په درېیو میاشتو کې یې شاوخوا دوه زره پنځه سوه زده کوونکي فارغ کړي، چې په هغو کې د ښوونځي او پوهنتونونه زده کوونکې او زده کړيالان هم شامل دي.

په کابل کې د یوې دیني مدرسې مشرې مبشرې آمو ته وویل: «هغه بدلونونو ته په کتو چې نن ورځ زموږ په ټولنه کې رامنځته شوي، دیني علومو ته د نجونو پاملرنه زیاته شوې ده، ځکه د زده کړو دروازې د نجونو پر مخ تړل شوې دي.»

په روان کال کې د طالبانو اړوند رسنیو د پخوا په پرتله د جهادي مدرسو په اړه لږ راپورونه ورکړي دي.

خو دغو مدرسو ته د طالبانو د سیاسي او نظامي رهبرۍ جدي توجه دوام لري او د هغو د پراختیا هڅه کوي، تر دې چې د طالبانو مشر هبة الله اخندزاده په تېرکال نیمروز ته د خپلو ولایتي سفرونو پر مهال د جهادي مدرسو له استادانو سره وکتل.

اوس دلته اساسي پوښتنه دا ده چې د ماشومانو او ځوانانو لپاره به د دې مدرسو د ودانولو لید  څه وي؟

یو شمېر کارپوهان وايي، چې د طالبانو جهادي مدرسې مذهبي افراطیت او سختدريځۍ ته وده ورکوي او د افغانستان د ځوان نسل لپاره خطرناکې پایلې لري.

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي:«په افغانستان کې دا حالت روان دی. “شاید طالبان فکر کوي چې که ښوونځي وتړي، نو پر ځای به یې دیني مدرسې فعالې کړي، چې دا به د افغانستان د ځوان نسل لپاره ډېر خطرناک وي.»

په ورته وخت کې، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش ادارې(سیګار) هم په خپل یوه راپور کې ویلي چې طالبان له بشري مرستو څخه د جهادي مدرسو د اسانتیاوو د برابرولو لپاره کار اخلي.