سیمه ییزو سرچینو آمو ته ویلي، چې یوه ځوان پرون (جمعه،زمري١٩مه) په سهار د فاریاب ولایت کې د طالبانو تر واک لاندې نهمه امنیتي حوزه کې دننه ځان ځړولی او ځان وژنه يې کړې ده.
د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه ځوان نقيب الله نومېږي او د طالبانو له خوا له يوې نجلۍ سره د نامشروع اړيکو په تور نيول شوى و.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو ډلو په وار وار د طالبانو په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې او د طالبانو په محکمو کې د عادلانه محاکمې د نه شتون په اړه اندېښنه ښودلې ده.