Uncategorized @ps

 د محمود شاه حبیبي ورور: طالبانو مې ورور د جرم له ارتکاب پرته نیولی

د امریکايي تابعيت لرونکي محمود شاه حبیبي خپلوان وايي، چې ښاغلی حبیبي د طالبانو له خوا «بې ګناه» نیول شوی او د طالبانو له بنده د هغه د خلاصون غوښتنه کوي.

د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي ده هېل ورځپاڼې ته ویلي، ورور یې دوه کاله وړاندې له کوم جرم له ارتکاب پرته د طالبانو د استخباراتو له خوا نیول شوی او برخلیک یې لا هم معلوم نه دی.

محمود شاه حبیبي چې د تېر حکومت د ملکي هوايي چلند پخوانی مشر او افغان الاصله امریکايي تبعه و، د ١٤٠١ کال په زمري میاشت کې د طالب استخباراتو له خوا ونیول شو.

د هغه نيول کېدل د کابل په شیرپور کې د القاعدې د پخواني مشر ایمن الظواهري له وژل کیدو پوره ۱۱ ورځې وروسته پېښ شول.

د راپورونو له مخې محمود شاه حبیبي په کابل کې د ایمن الظواهري د شتون په اړه د معلوماتو ورکولو په تور نیول شوی و، چې د ١٤٠١ کال د زمري په اتمه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له خوا پرې برید وشو.

د محمود شاه حبیبي ورور احمدشاه حبیبي يادې ورځپاڼې ته ويلي: «د طالبانو استخباراتو دوه کاله مخکې زما ورور له ۳۰ نورو کسانو سره له جرم کولو پرته ونیوه. له طالبانو مو غوښتنه دا ده چې محمود شاه خوشې کړي؛ ځکه هغه افغانستان ته د خدمت لپاره راغلی و.»

محمود شاه حبیبي د عمومي بخښنې له اعلان وروسته کابل ته راغی او د القاعدې د مشر ایمن الظواهري له وژل کېدو څو ورځې وروسته د طالبانو د استخباراتو له خوا ونیول شو.

محمود شاه حبیبي د کندهار ولایت اوسېدونکی دی او له ١٣٩١ تر ١٣٩٥هـ لمريز کال پورې د ملکي هوايي چلند ادارې د عملیاتي مرستیال او په تېر حکومت کې له ١٣٩٥ تر ١٣٩٧لمريز کال پورې د هوايي چلند د خپلواکې ادارې د رئیس په توګه يې کار کړی دی.

په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند یوې خبري غونډې ته ویلي و چې د طالبانو په زندانونو کې د محمود شاه حبیبي او دوو نورو امریکايي اتباعو حالت نازک دی او د دوی خوشې کول د امریکا لومړیتوب دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر یوې خبري غونډې ته وویل:«موږ د محمود حبیبي، راين کوربیټ او جورج ګلزمن د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرو چې په افغانستان کې په ناحقه توقیف شوي دي. خو د هغوی ازادي مونږ لومړیتوب لري.»

خو افغان اتباع؛ د خپلو اتباعو د ارزښت ورکولو په اړه د متحده ایالاتو په چلند نیوکه کوي.

مريم (مستعارنوم) وويل: «امريکا چمتو ده چې د درېيو بنديانو د خلاصون لپاره طالبان په رسميت وپيژني، خو د بشري حقونو وضعيت او ښوونځيو ته د نجونو د ورتګ بنديز له پامه غورځوي.»

مروه (مستعار نوم) وویل، «متحده ایالات باید د حاکم  وضعیت د ښه والي او په افغانستان کې د بشري حقونو د تامین لپاره د افغانانو تر څنګ ودرېږي »

امريکا په وار وار د طالبانو له زندانه د محمود شاه حبيبي په ګډون د خپلو درېيو اتباعو د خلاصون غوښتنه کړې ده؛ خو طالبانو يې په وړاندې د امریکا له زندانونو د طالب بندیانو خوشې کېدل د شرط په توګه وړاندې کړي دي.