افغانستان

ایران افغانانو ته د دوکانونو په اجاره ورکولو بندیز ولګاوه

د ایران د کاشان د سوداګرۍ خونې ویلي چې افغانانو ته د دوکانونو اجاره ورکول منع دي او د قانوني چلند پايلې به ولري.

ایراني رسنیو د کاشان د سوداګرۍ د خونې د مشر په حواله ویلي چې په دې بندیز کې د اوسیدو قانوني اسنادو لرونکي او بې اسناده کډوال دواړه شامل دي.

مهدي باقي مجرد ويلي: «د دغو کسانو ګمارنه ( د استوګنې اسنادو لرونکي او بې اسنادو افغان کډوال) په ټولو خوراکي توکو تولیدونکي او ويشونکي سوداګريزو اتحاديو کې منع دي او سرغړونکو سره به قانوني چلند کیږي.»

هغه زیاته کړې، چې د ایران په کاشان کې د املاکو مشاورینو اصنافو واحدونه باید د استوګنې له بې اسنادو کډوالو سره د کور کرایه کولو لپاره د هر ډول تړون له ترسره کولو ډډه وکړي.

د کاشان د اصنافو د خونې مشر همداراز د ایران له اتباعو څخه غوښتي چې د ځانګړي ټلیفون شمیرې له لارې د اصنافو واحدونو د سرغړونې په اړه خپل راپورونه او مشاهدات وړاندې له دوى سره شريك کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د «جبري» اېستلو بهیر ګړندی کړی دی.

که څه هم د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېسيون او د کډوالۍ نړیوال سازمان په ګډون د بشري حقونو سازمانونو په ګڼو خبرپاڼو کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو غوښتي چې د کډوالو بشري حقونه او د پناه غوښتنې نړیوال بشري قوانین په پام کې ونیسي او د هېواد د کډوالو د «جبري» وېستلو مخنيوى وکړي؛ خو تر اوسه د ایران او پاکستان په څېر د هېوادونو په چلند کې کوم بدلون نه دی راغلی.

له بلې خوا په ایران کې یو شمېر افغان کډوال په دې وروستیو ورځو کې د دغه هېواد د پولیسو او اتباعو له خوا له دوى سره د ناوړه چلند د زیاتوالي خبره کوي.

دوی وايي چې د تهران په ختیځ کې د یوه ایراني وګړي له وژل کېدو وروسته ایراني پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ چټکم کړې او د دغه هېواد وګړي ور سره هم ناوړ چلند کوي.