د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون(جمعه، زمري١٩مه) اعلان وکړ چې د بایډن ادارې پرېکړه کړې چې سعودي عربستان باندې د متحده ایالاتو د « تعرضي وسلو» د پلورلو بندیز لرې کړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي رویټرز ته تایید کړې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سعودي عربستان ته د ځینو هوايي او ځمکنیو وسلو د پلور او لېږد ځنډول لغوه کوي.
د رویټرز خبري اژانس د نوم له څرګندولو پرته د یوه امریکايي چارواکي په حواله ویلي: «موږ به د وسلو د لېږد د پېژندل شوې تګلارې سره سم نوى پلور او لېږد په نظر کې ونيسو.»
د امریکا د ولسي جرګې یوه مرستیال دغه خبري اژانس ته ویلي، چې حکومت تېره اونۍ کانګرس ته د بندیزونو د لیرې کولو د پرېکړې خبر ورکړ.
په دې اړه يو باخبره کس رویټرز ته ويلي چې پلور ممکن د راتلونکې اونۍ په پیل کې بیا پیل شي.
د ياد راپور پر بنسټ، د بایډن د ادارې یوه جګپوړي چارواکي ويلي: «سعوديان خپلې هوکړې ته رسیدلي او موږ چمتو یو،ړچې خپلې هوکړې ته ورسیږو.»
د يادولو وړ ده، چې په دې وروستيو کلونو کې د امریکا په کانګرېس کې ډیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو وکیلانو په یمن کې د ملکي تلفاتو او د بشري حقونو د یو لړ اندېښنو له امله سعودي عربستان ته د تعرضي وسلو استول تر پوښتنې لاندې راوستل، چې وروسته له هغې پر عربستان د متحده ايالاتو د وسلو پر پلور بنديز ولګېده.
د متحده ایالاتو د قانون له مخې، د وسلو مهمې نړیوالې قراردادونه باید د نهایي کېدو دمخه د کانګرېس د غړو لخوا وڅېړل شي.