یو شمېر هغه ښځینه استادانې چې کلونه کلونه یې د هېواد په پوهنتونونو کې تدریس کړی، وايي چې په بې برخليکۍ کې ژوند کوي.
د دغو استادانو له ډلې څخه یو شمېر یې وايي، چې ټولنه په اوسني وضعیت کې علمي کدرونو ته اړتیا لري او طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځو پر تدریس بندیز لګولی دی.
په ورته مهال، یو شمېر محصلین وايي، پوهنتونونه د استادانو له جدي کمښت سره مخ دي، خو طالبانو ښځینه استادانې په کورونو کې بندې کړي دي.
عادله حمیدی آذین، د پروان پوهنتون یوه له استادانو څخه وه چې طالبانو پرې د تدریس بندیز ولګاوه. هغه وايي، چې د پروان پوهنتون د ژبو او ادبياتو په څانګه کې يې ماسټري کړې او دولس کاله يې په همدې څانګه کې تدريس کړى، خو طالبانو له دندې ګوښه کړې ده. د پوهنتون دغه استاده په تدریس کې د ښځینه استادانو بندیز د هېواد د ښوونیز نظام په زیان ګڼي او وايي چې دا مسله به د افغانستان د لا وروسته پاتې کېدو لامل شي.
یو شمېر محصلین په تدریس کې د ښځینه استادانو بندیز د هېواد لپاره نه جبرانېدونکی زیان ګڼي او وايي چې دا مهال پوهنتونونه د استادانو له سخت کمښت سره مخ دي، خو طالبان ښځو ته د تدریس اجازه نه ورکوي.
محمد، یو محصل آمو ته وویل: «تر ټولو لومړی، د پوهنتون استادان پخپله علمي کدرونه دي. دوی د پوهې سمندر دي. دوی هغه څوک دي، چې کولی شي زموږ ټولنه، زموږ خلک د پوهاوي او پرمختګ خورا لوړې کچې ته ورسوي.»
احمد، یو محصل وایي: «پروفیسرانو کلونه کلونه زده کړه وکړه تر څو چې دوی ماسټران شول، دوکتورا یې ترلاسه کړه او د بریالیتوب دې لوړو پوړونو ته ورسیدل، مګر اوس دوی په کور کې پاتې دي، د دوی استعدادونه به له صفر سره ضرب شي او علمي کدرونه به ضایع شي.»
وروسته له هغه چې طالبانو په پوهنتونونو کې د ښځینه استادانو پر تدریس بندیز ولګاوه، د دوی معاشونه یې پنځه زره افغانیو ته راکم کړل.
د لوړو زده کړو وزارت د شمېرو پر بنسټ په ۱۴۰۰ لمریز کال کې څه باندې اته نیم سوه ښځینه استادانو په پوهنتونونو کې تدریس کاوه او اوس دغه ټولې ښځې د طالبانو له خوا له تدریس لېرې په کورونو کې پاتې شوې دي.