افغانستان

 ریچارډ بنیټ: استرالیا باید ژر تر ژره په افغانستان کې د جنګي جنایتونو قربانیانو ته تاوان ورکړي

د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ د استرالیا له حکومته غوښتي چې په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له خوا د «جنګي جنايتونو» قربانیانو ته تاوان ورکړي.

هغه پر اېکس ليکلي «زه په استرالیا غږ کوم چې ژر تر ژره خپله دنده ترسره کړي چې په افغانستان کې د استرالیا د پوځيانو لخوا د جنګي جنايتونو د ٣٩ قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.»

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، «آسټرالیا د بشري حقونو د نړیوال قانون او نړیوال بشردوستانه قانون له مخې مکلفیت لري چې د غير قانوني وژنو او شکنجې قربانیانو ته تاوان ورکړي.»

په خبرپاڼه کې راغلي، د ۲۰۲۰ کال یوې پوځي څېړنې موندلې چې اسټرالیايي پوځیانو په افغانستان کې ۳۹ بې وسلې بندیان وژلي او یو شمېر قربانیان يې تر وژلو مخکې شکنجه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې  اسټرالیايي رسنیو مخکې ویلي وو چې دغه حکومت د روان کال  د چنګاښ مياشتې په ۲۸مه یوه مقرره خپره کړې وه چې پر بنسټ یې که د دفاع وزیر ډیویډ جانسټون په افغانستان کې د استرالیايي ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو دوسیې راجع کړي، نو يو وکيل به د جبران تادیه کولو ارزونه وکړي.

د دغه راپورونو پر بنسټ، د استرالیا د حکومت لخوا به په هغه صورت کې تاوان ورکړي، چې د استرالیا د ځواکونو لخوا د «جنګي جرم» ادعا د هغه چا لخوا وشي چې د کورنۍ غړي یې د برید قرباني شوي وي او یا مالي زیان لیدلی وي.

د استرالیا د حکومت مقرره کې  همداراز راغلې، چې ادعا کوونکی باید د «ترهګر» سازمان غړی نه وي.

د استراليا حکومت د مقررې له مخې، چې ادعا به د استرالیا د دفاع وزیر لخوا تر کتنې لاندې نيول کیږي، چې په پای کې به پرېکړه وکړي چې آیا قربانیانو ته تاوان ورکړي که نه.