افغانستان

فاکس نیوز: بلینکن ترفشار لاندې دى څو  له افغانستان سره د امریکا مرستې بندې کړي

US Secretary of State Antony Blinken. File photo.

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وروسته له هغه د مرستې بندولو لپاره تر فشار لاندې دی چې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي د احتمال په اړه راپور خپور کړ.

سیګار مخکې راپور ورکړی و چې د متحده ایالاتو د مالیه ورکونکو پیسو ١٠.٩ ملیون ډالر د متحده ایالاتو د حکومت مرستندویه ادارو او قراردادیانو لخوا د طالبانو تر کنټرول لاندې ادارو ته ورکړل شوي دي.

دغې ادارې ویلي، د دې احتمال شته چې طالبان او «ترهګرې» ډلې په افغانستان کې د امریکا مرستو ته لاس رسی ولري.

په همدې حال کې او د دغه راپور پر بنسټ، امریکايي سناتور مایک براون د امریکا مرستو ته د طالبانو د لاسرسي په اړه راپور د اندېښنې وړ بللی او انتوني بلینکن ته یې په یوه لیک کې له هغه غوښتي چې د دې مسلې تر هواري پورې دې له افغانستان سره مرستې وځنډوي.

تر دې مخکې سیګار ویلي وو چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه ادارې تر اوسه په دې اړه څېړنه نه ده کړې چې مرستندویه ادارې څنګه د امریکا د کورني سیاست له مخې افغانستان ته د امریکا مرستې لېږي.

ښاغلي براون ويلي چې د امریکا د ترهگرۍ ضد ارزونې د معیارونو سره په بشپړه توگه په مطابقت کې پاتې راتگ طالبان او ترهگرې ډلې پیاوړې کړې دي.

هغه ويلي«حکومت ته پکار ده چې د دې مسٸلو د سمولو لپاره سمدستي او هراړخېز اصلاحي ګامونه پورته کړي؛ تر څو په راتلونکي کې د ورته پېښو مخه ونیول شي.»

نوموړي سناتور له انتوني بلینکن څخه همداراز د دې بنسټونو د اسنادو، شواهدو او ریکارډونو په بیاکتنه کې د پرمختګ په اړه د توضيحاتو غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا متحده ایالات له افغانستانه د خپلو پوځیانو له ويستلو وروسته تر ټولو لوى مرسته کوونکی هېواد شمېرل کېږي.

سیګار په خپل وروستي راپور کې ویلي، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان او کډوالو سره د مرستې لپاره ۲۰ميليارده ۷۱ ميليونه ډالر لګولي دي.